اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر فېصل وئيلي دي هن?? سره د تاو تريخوالي ماحول لا ختم شوې نه دے ٬ د هن?? د راكړې شوو شواهدو له مخې د پلوامه بريد سره د پاكستان تعلق نه دې ثابت شوې ٬ په خلاء كښې د هن?? تجربه د نړيوال قوانينو خلاف ورزي ده او د قامونو سلامتيا ته خطرې پیښ شوې٬ د هن??وٶ انجونو پحقله د هن??ي خارجه وزيرې بيان د غندنې و?? دے۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال خپلو خبرو كښې خارجه وياند ووئيل د پلوامه بريد په اړه د هن?? لخوا د وركړې شوې معلوماتو جاج لپاره د اېف آئي اے لس كسيزه ډله جوړه شوې خو د بشپړه پلټنو نه پس د وركړې شوې شواهدو له مخې پلوامه بريد سره د پاكستان تعلق نه دې ثابت شوې ۔ وياند ووئيل پاكستان هن?? څخه نور كوټلې معلومات او شواهد غوښتې دي، كه نوې ډيلې د عمل وړ معلومات او شواهد راكړې نو پاكستان به بشپړه كاروائي كوي ۔ ده ووئيل هن?? پلوامه بريد څخه د مسعود اظهر تعلق هم ثابت نه كړې شو۔ وياند ووئيل پلوامه بريد كښې پلټنو څخه غېر ملكي سفيران هم خبر كړې شوې ۔ ده ووئيل په خلاء كښې د هن?? تجربه د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده چې ورسره د قامونو سلامتيا خطر سره مخ شوې۔ د امريكې ٬ برتانيې او فرانس لخوا مسعود اظهر په بلېك لسټ كښې شاملولو لپاره د سلامتي كونسل قراردادونو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل دا د افسوس وړ خبره ده ځكه چې سېنكشن كميټي دې لپاره مناسب فورم دے او په دې معامله د وړاندې څخه په كمېټۍ كښې غور روان دے او سلامتي كونسل كښې قرارداد څخه د كمېټۍ عزت متاثر كېدې شي ٬ ده ووئېل مونږ په مشاورت كمېټۍ كښې دا معامله هوارول غواړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د پلوامه بريد نه پس هن?? سره د تاو تريخوالې ماحول تر اوسه ختم شوې نه دے ٬ پاكستان پرله پس?? ټولې حل طلب مسئلې د مذاكراتو د لارې حل كولو وړاندېز كړې خو هن?? كله هم د دې مثبت ځواب نه دې وركړې۔ سندھ كښې د دوه هن??وٶ انجونو په اړه د هن??ي خارجه وزيرې د ريماركس په اړه د پوښتنې په ځواب وياند دا د هن??ي انتخابي كمپائن برخه ګرځولو سره ووئيل دا هم هن??ي واكمن دي چې په ګجرات ??ښې ئې د مسلمانانو قتل عام او په مېرمنو د جنسي تېرې كولو اجازه وركړې وه او دغسې په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو تشدد او ظلم كوي او مسلمانان په زوره هن??وان كووي۔ وياند په نړيوالې ورورولۍ زور رواړو چې ھغوي په مقبوضه كشمير كښې د هن??ي ظلمونو نوټس واخلي او هن?? په لويه كچه د بشري حقونو د خلاف ورزيو څخه منع كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د افعان حكومت په اړه د وزيراعظم بيان په غلط ډول اخستې شوې٬ پاكستان په افغاسنتان كښې امن او استحكام غواړي۔