اسلام آباد01 فرروي(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر سره د ملائېشيا د اېډكټو ګروپ پلاوي ملاقات كړی۔په پلاوي كښې د ملائېشيا د ټېلي كام كمپنۍ دوه غړي هم شامل وو۔د پلاوي مشري د اېډوكټو ګروپ ??يئرمېن داتك عزت كمال الدين وكړه۔په دې موقع اسد عمر ووئيل د هغه ګروپ د اوسني حكومت د ډيجيټل پا??ستان ويژن سره همغږي لري او په دې كښې خپل كردار ترسره كول غواړي۔ده ووئيل د دوي كمپنۍ د پا??ستان د ټېلي كام په څانګه كښې د سرمايه كارۍ حجم 150 ملينه ډالره دے كوم چې 200 ملينه ډالرو ته د رسولو اراده لرو۔ده ووئيل د ټېلي كام په اړه پا??ستان كښې ډېرې موقعې شته ٬د حكومت اقدامات او مراعات د ډاډګيرنې وړ دي۔پلاوي ووئيل د پا??ستاني وزيراعظ?? لخوا د ملائېشيا اوسنۍ دورې نه پس د ملائېشيا يو شمېر كاروباري پلاويو د پا??ستان دوره كړی او د سرمايه كارۍ د موقعو جاج يې اخستې۔په دې موقع د خزانې وزير اسد عمر ووئيل د ملائېشيا او پا??ستان ترمينځه اقتصادي مرسته د خوشحالۍ لاره ده۔ده ووئيل سرمايه كاري د اوسني حكومت ترجيح ده۔ده پلاوي ته په پا??ستان كښې د سرمايه كارۍ پ?? لړ كښې د بشپړه مرستې باور وركړو او وې وئېل د پا??ستان حكومت او اولس سږ كال د مارچ په مياشت كښې د ملائېشيا د وزيراعظ?? لخوا د پا??ستان دورې ته په طمعه دے ۔دې دورې سره به د دواړو هېوادونو مرسته لا قوي شي۔