پېنډۍ02 نومبر(اے پی پی) د ج??عيت علماﺀ اسلام(س)مشر مولانا سميع ??لحق قاتلانه بريد كښې د زياتو ژوبل كېدو له امله شهيد شوې۔په مولانا سميع ??لحق د بريد دا پېښه نجي هاؤسنګ سوسائټي سفاري ون كښې رامخې ته شوې څه وخت چې دا پیښه رامخې ته شوې مولانا سميع ??لحق هغه وخت په خپل كور كښې ??وا??ې و او د هغه ملازم او ګارډ بهر تللي وو۔د سټي پوليس وياند عمران كاظمي اے پي پي ته ووئيل چې مولانا سميع ??لحق سفاري روغتون ته رسول شوې و چرته چې هغه د زيات ژوبل كېدو له امله شهيد شوې۔ده ووئيل د هغه د كور ملازمان بهر تللي وو كله چې هغوي بېرته كور ته راستنه شو نو مولانا سميع ??لحق يې په وينو كښې لت پت و??يد?? او په سمدستي توګه يې نزدې روغتون ته ورسولو چرته چې هغه شهيد شو۔مولانا سميع ??لحق په 18 دسمبر 1937 اكوړه خټك كښې زېږېدلې و٬د هغه د پلار نامه مولانا عبدالحق وه٬په 1946 كښې هغه دارالعلوم حقانيه كښې تعليم پیل كړې د كومې بنياد چې د هغه پلار اېښودلې و هلته هغه د فقه٬اصول فقه٬عربي ادب٬منطق٬عربي صرف او نحو٬تفصير او د احاديث علم زده كړې۔مولانا سميع ??لحق د عربۍ ژبې سره سره پھ اردو او نورو ژبو عبور لرلو٬مولانا سميع ??لحق د دارالعوم حقانيه مهتمم او مشر وو هغه د پاكستان د دفاع پاكستان كونسل چيئرمېن او د ج??عيت علماﺀ اسلام(س)امير هم وو۔مولانا سميع ??لحق د سېنېټ غړې هم پاتې شوې او د متحده دين محاز باني دې كوم چې د پاكستان د وړو مذهبي ګوندونو اتحاد و او هغه په 1913 كښې په ټول ټاكنو كښې ګډون لپاره جوړ كړی و۔