اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي لويې لويې ګورنر هاؤسز او ودانۍ د انګريز سامراج علامتونه دي٬ د ګورنر هاؤسز پشمول د تاريخي او سركاري ودانيو مثبت استعمال باوري كول د تحريك انصاف د منشور مهمه برخه ده او حكومت به دا خبره باوري كوي چې دا عمل زر تر زره بشپړ شي ٬ په دې لړ كښې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د تاريخي او سركاري ودانو مثبت استعمال په حقله د اعلٰی پاې غو??ډه كښې د ګورنر هاؤس باغونه او مېدانونه اولس لپاره د پرانستلو٬د نتهيا ګلي ګورنر هاؤس بوتيك هوټل لپاره د كارولو پريكړه شوې٬ د پېنډۍ پوائنټ مري او پنجاب هاؤس په پوهنتون بدلولو٬پنجاب هاؤس او ګورنر هاؤس د انفارمېشن ټېكنالوجي پارك او انكوبيشن سنټر جوړولو٬ 90۔ شاهراه قائداعظم ودانۍ كښې كرافټس ميوزيم او كنفرنس هال جوړلو سره د لاهور او كراچۍ سټېټ ګيسټ هاؤسز په پائيو سټار هوټل د بدلولو تجويز وركړې شوې۔د پېښور ګورنر هاؤسز د مېرمنو لپاره د پارك او ميوزيم جوړولو منظوري وركړی شوه۔په غو??ډه كښې د وفاقي تعليم او قامي ور??ې وفاقي وزير شفقت محمود د لوړو زده كړو كميسون چيئرمېن ډاكټر طارق بنوري٬خارجه سېكتر٬د هاؤسنګ سېكتر٬د تعليم سېكتر٬د قامي ور??ې سېكتر٬د پنجاب چيف سېكتر٬د خېبرپښتونخوا چيف سېكتر٬د بلوچستان چيف سېكتر او نورو ??فسرانو ګډون وكړو۔د غو??ډې په مهال د ګورنر هاؤسز پشمول په ټول هېواد كښې د حكومتي ملكيت تاريخي او نورو ??ركاري ودانو كارولو او هغه د بېلو مقاصدو لپاره د كارولو په اړه تراوسه د شوې پیشرفت جاج واخستلې شو۔وزيراعظم ته د بېلو سركاري ودانو خيال ساتلو او په رغونه د سركاري خزانې څخه د شوو خرڅونو تفصيلات وړاندې كړې شول۔وزيراعظم ته ووئيل شول د لاهور چنبه هاؤس د كال 1 كروړ خساره ده٬ د كراچۍ قصر ناز د كال 2 كروړه زيان كوي ٬د مري ګورنمنټ هاؤس ښكلا لپاره د پخواني حكومت د اړخه 60 كروړه روپۍ خرڅ شوي٬په غو??ډه كښې بېلو ودانو كارولو په حقله تفصيلي غور وشو۔وزيراعظم د پنجاب چيف سېكتر ته سپارښتنه وكړه چې د مري ګورنمنټ هاؤس كشمير پوائنټ په جديد هوټل د بدلولو عمل زر تر زره بشپړ كړئ۔په غو??ډه كښې د مري پنجاب هاؤس ٬ پینډۍ پوائنټ په پوهنتون د بدلولو په تجويز هم غور وشو۔پنجاب هاؤس او ګورنر هاؤس پېندۍ كښې د انفارمېشن ټېكنالوجي پارك او انكوبيشن سنټر جوړولو تجويز وركړې شو۔په غو??ډه كښې د لاهور ګورنر هاؤس كارولو لپاره په بېلو تجويزونو غور وشو۔د ګورنر هاؤس باغونه او مېدانونه اولس لپاره د پرانستلو