اسلام آباد ۔ 13 اکتوبر (اے پی پی)الېکشن کمېشن آف پاکستان وئيلي دي چې په 14 اكتوبر 35 حلقو كښې كېدونكو ضمني ټاكنو لپاره 7 زره 364 آئي (انټرنېټ) ووټرانو ته ووټ?? پاسز جاري كړې شوي دي۔ د الېكشن كمېشن آف پاكستان لمخې کمېشن کامیاب اوورسیز رجسټرډ پاکستانیانو ته د دوئي ??ه اي مېل اېډرېسز پاسز لېږلې دي۔ داسې ټول پاكستاني ووټران چې ووټ?? پاسز لري به ضمني ټاكنو كښې خپل ووټ ??ارولې شي۔ دوئي ??ولو رجسټرډ ووټرانو ته د پاكستان د معياري وخت ترمخه سحر 8 بجو څخه تر ماښام 5 بجو زر تر زره د ووټ ??اسټ كولو هدايت كړې دې۔ کمېشن رجسټرډ آئي ??وټرانو ته هدايت كړې چې كومو ووټرانو ته پاسورډ تر دې دمه ترلاسه شوې نه دې هغه كنټرول روم سره تماس نيولې شي۔ كنټرول روم به د سحر 9 بجو څخه تر شپې 9 بجو پرانستې وي۔ ووټران د الېكشن كمېشن هلپ لائن سره په 0092512778899 رابطه كولو سره خپلې ګيلې لرې كولې شي۔ كمېشن په ډ??ګه كړې چې كوم هم آئي ??وټر د پاسورډ نه غېر ووټ ??اسټ كولې نه شي۔ الېكشن كمېشن آف پاكستان دا هم وئيلي دي چې رجسټرډ آئي ??وټرز به د ووټ?? پاس په اړه د معلوماتو محفوظ ساتلو ذمه وار وي۔ رجسټرډ آئی ووټرز بايد د خپل لاګ ان او پاس ورډ په اړه معلومات چا سره ګډ نه كړي۔ د الېكشن كمېشن ترمخه خارجه سېكتر ته يو خط لېږلې شوې دې ك??م كښې چې هغه ته وئيلي شوي دي چې هغه دې پاكستاني مشنز ته هدايات وركړي دغسې چې هغوي د رجسټرېشن او ووټنګ عمل په اړه د اوورسيز پاكستانيانو لارښودنه وكړي۔ د الېكشن كمېشن آف پاكستان يو اهلكار ووئيل چې كمېشن آئي ??وټنګ پاس سسټم به په 14م اكتوبر عملي كېږي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل الېكنش كمېشن يوازې د هغه سمندر پورې پاكستانيانو رجسټرېشن كړې دې څوك چې مشين ريډ اېبل پاسپورټ ٬ د اوورسيز پاكستانيانو قومي شناختي كارډ او صحيح اي امېل اېډرېس لري۔ د كمېشن د خاص سافټ ويئر په مرسته به اوورسيز پاكستانيان د ووټ خپل حق كارولې شي۔ الېکشن کمېشن او نادرا د اوورسيز پاكستانيانو د ووټنګ رجسټرېشن ډاډګيرنې په لړ كښې وېب سائټ هم جوړ كړې دې۔ ده ووئيل آئي ??وټنګ پائلټ پراجېكټ دے۔ ددې پراجېكټ بشپړ كېدو نه وروستو به كمېشن يو راپور تيار كړي او پارلمان ته به ئې وړاندې كړي