اسلام آباد 05 اپریل (اے پی پی)خارجه و??ير خواجه محمد آصف وئېلي دي د ترهه ګرۍ لعنت په ضد كاميابۍ مون?? ته د جمهوري پاكستان وژن ا?? حقيقت رامخې ته كولو له مرستيالې ګرځي ٬ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې يو موټې دے٬ترهه ګر زمونږ خپلواكي ختمول غواړي او كوم هم هېواد په خپل سيمه ايز سالميت بريدونه نظرانداز كولې نشي۔زمونږ ځواكونو د خپل هېواد دفاع لپاره ګڼې قربانۍ وركړي او د هېواد په خاطر نورو قربانيو وركولو له هم چمتو دي۔د زيارت په ورځ درې ورځني د ترهه ګرۍ مخ نيوي نړيوال فورم اختتامي غونډې ته د خطاب كولو پھ مهال خارجه و??ير ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ تر ټولو زيات ښكار هېواد دے٬ترهه ګر زمونږ خپلواكي ختمول غواړي٬كوم هم هېواد په خپل سيمه ايز سالميت بريدونه نظرانداز كولې نشي۔ده ووئيل قائداعظم محمد علي جناح پاكستان له جمهوري وژن وركړی٬د قائد وژن هېواد كښې دننه او ب??ر د امن ا?? ورورورلۍ وژن ؤ۔هېواد د آئيني جمهوري اصولو پھ مستحكمو بنيادونو روان دے او د نړۍ ټولو هېوادونو پھ خاص توګه ګاونډيانو هېوادونو سره په ورورولۍ اډانه او امناكه اړيكې زمونږ د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده۔ خارجه و??ير ووئېل زمونږ جمهوري وژن تعليم٬روغتيا٬ځوانانو له روزګار وركول٬اقليتونو ته تحفظ٬مذهبي همغږي٬سماجي او اقتصادي پرمختګ او په قامي پیداوار كښې زياتوالې دے۔ده ووئيل زمونږ وژن پاكستان آسيائي طاقت جوړ كړی٬د پاكستان شمېره په لويو معيشتونو كښې اوس كېږي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد د كامياب جنګ نه وروستو حكومت بحالي او د نوې تعمير هل?? ځلې په تندۍ سره روانې دي خو زمونږ په ګاونډي هېواد كښې د ترهه ګرو محفوظو استوګنو څخه پاكستان د عدم استحكام سره د مخ كولو له هڅه كېږي