اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي﴾۔ د كورنيو چارو٬ منصوبه بندې٬ پرمختګ ??و اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د چين او پاكستان د اقتصادي لارې پروژه ﴿??ي پېك﴾ په تندې سره ترسره كېږي٬ د پروژې ترسره كېدو سره به د چين او پاكستان دوه اړخيزه اړيكې لوړې كچې ته ورسي٬ د درې پړاؤونو د ??ي پېك پروژې لګښت 62 اربه ډالر دے٬ ??ي پېك به د پاكستان د بنيادي ودانې پرمختګ سره سره د معيشت په استحكام كښې مرستياله پروژه ثابته شي٬ د ??ي پېك زر ترسره كول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ په ??ي پېك پروژه تبصره كولو سره وفاقي وزير وئيلي دي چې د دې پروژې درې پړاوونه دي٬ په ??ړومبي پړاؤ كښې به د اوبو٬ كوئلې او تهر مل څخه د برېښنا پېدا كولو سره سره د لويو لارو او سړكونو جال خپرولې شي٬ دويم پړاؤ به پ?? مارچ كال 2018م كښې پېل شي او په دې پړاؤ كښې به د اېم اېل ون پروژې له مخې د پېښور نه تر كراچې د پېنډې٬ جهلم٬ ګوجرانواله٬ بهاولپور٬ روهړي٬ حېدر آباد په ??ار 18 سوه كلوميټره اوږد رېلوے ټرېك اپ ګرېډ كولې شي٬ دې سره به ګاډي هم اپ ګرېډ كولې شي او د ګاډو رفتار به 170 كلوميټر په ??و ساعت كښې شي۔ د دريم پړاؤ په ??هال د صنعتي څانګې پرمختګ سره به پاكستان د نړۍ د صنعتي هېواد په صف كښې شامل شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې په ??ي پېك د عمل درآمد رفتار د اطمينان وړ دے۔ ده ووئيل چې د سې پېك ترسره كېدو سره به نه يوازې قومي معيشت وده وكړي بلكې د دې به پ?? ټوله منطقه مثبت آغېز وشي۔ ده ووئيل چې د ??ي پېك د لوېديز روټ له مخې په ??ول هېواد كښې د نړيوال معيار موټروېز ??و اېكسپرېس وېز جوړولې شي او د ??ي پېك د هكله- ډي آئي خان سېكشن به د روان كار تر پاې ترسره شي۔ ده ووئيل چې د ??ي پېك پروژې ترسره كېدو سره به د ګوادر نه تر ګلګت بلتستان او د آزاد كشمير پشمول په ??ول هېواد كښې د پرمختګ او خوشحالې نوې دور پېل شي۔