اسلام ??با?? 04 جنوري (اے پي پي)خارجه دفتر د زيارت په ورځ خبريالانو ته د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو يوه بله تازه وېډيو ښودلې ده په كومه كښې چې ده خپلې ك??رنۍ سره د سپكاوي په رويه خپلولو ??و دړكو وركولو په هندي حكومت سخته نيوكه كړې ده ٬د وېډيو په بيان كښې ك??بهوشن ياديو وئېلي دي زما كمېشن ختم شوے نه دے٬زه اوس هم د هند د نيوي كمېشنډ آفيسر يم٬د خپلې مور او كور ودانې په سترګو كښې مې يره لېدلې٬هندي سفارتكارو زما مور او كور ودانې له دړكې وركړې او په سختۍ ئې ورته سپارښتنې كړي وې٬ما ته داسې معلومېدل چې چرته هغوي په لاره كښې وهلې شوي ۔هندي سفارتكار زما مور له دړكې وركړې۔ده وئېلي دي د هند سفارتكارو هغه وخت چې ك??ه زما مور بهر وتله نو هغې ته يې چغې وهلې او زما مور او كور ودانې ته يې په سختۍ سره هدايات وركول٬ما د خپلې مور او كور ودانې په سترګو كښې ډېره يره ليدلې ۔ده ووئيل زما كورنۍ په يره دې ځاې ته راوستې شوې وه٬دا خو يو مثبت قدم وو زه خوشحاله ووم بايد هغوي هم خوشحاله شوي وو خو زما مور د يرېدله ٬ ده ووئېل داسې معلومېدله لكه چې دوي زما مور په الوتكه كښې وهلې وه۔كلبهوشن ياديو خپلې ك??رنۍ سره د ملاقات په اجازه وركولو يو ځل بيا د پاكستاني حكومت مننه وكړه