اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي چې په ګوادر كښ?? د ??ين ?? پوځي اډې جوړولو په كوم تجويز غور نه كېږي٬د ډرون بريد به مناسب ځواب وركولې شي٬د اولس مشر ټرمپ په ټويټ په پاكستان كښې د امريكا سفير خارجه دفتر ته رابللو سره احتجاج رېكارډ كړې شوې٬د امريكې مرستې په اړه به ډېر ز?? تفص??لي راپور جاري كړې شي٬د هند د انټي بيلسټك ميزائل پروګرام سره به منطقه عدم استحكام سره مخ شي٬پاكستان هند سره ټولې معاملې د خبرو اترو د لارې حل كول غواړي۔د زيارت په ورځ د اونيز پرېس بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل د خبريالانو ?? پوښتنو ځوابونه وركولو سره ووئيل چې د امريكې د مرستې په اړه د دفاع په وزارت كښې كار روان دې او په دې لړ كښې به ډېر زر يو تفيص??لي راپور جاري كړی شي۔ده ووئيل چې آئي اېس پي آر هم واضحه كړې چ?? د ??رون بريدونو به مناسب او موثر ځواب وركولې شي٬په پاكستان كښ?? د ??ين ?? پوځي اډو په اړه ?? پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل چ?? د ??وادر پشمول په پاكستان كښې چرته هم د چين ?? پوځي اډو په كوم تجويز غور نه كېږي٬ځينې دښمن عناصر سي پېك لامينځه وړولو لپاره د پاكستان او چين اړيكې ځپلو لپاره دا ډول افواګانې خپروي۔د پاك افغان ټرانزټ ټرېډ په اړه ?? پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل چې تېر كال افغانستان ته د پاكستان په برآمداتو كښې 9 فيصده اضافه شوې او افغان دولت هم د تازه ميوو درآمداتو لپاره رجوع كړې۔دې مقصد لپاره ټول كراسنګ بارډر پرانستل شوي۔وياند ووئيل چې ځينې عناصر افغانستان ته د پاكستان د برآمداتو د كمي په اړه پروپېګنډې كوي په كومو كښې چې هېڅ حقيقت نشته٬پاكستان به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت زياتولو لپاره مرسته روانه ساتي۔په ايران كښې داوسنو احتجاجي مظاهرو په اړه ?? پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل پاكستان ايران سره د ورورولۍ ښې اړيكې لري٬دا د ايران كورنۍ معامله ده هيله ده چې د ايران حكومت به په دې په ښه ډول قابو بيا مومي۔په بيجنګ كښې د پاكستان چين او افغانستان د درې اړخيزه غونډې په اړھ ?? پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل چې پاكستان په غونډه كښې ?? پولې انتظام٬د نشه اي توكو مخ نيوي او د كډوالو د ستنولو په معامله خبرې كړې دي