اسلام آباد 29 دسمبر (اے پی پی) وزيراعظم ش??هد خاقان عباسي وئيلي دي د قانون نافذ كوٶنكو ادارو اهلكارو د مورني هېواد تحفظ لپاره لوي قربانۍ ??ركړې دي٬ مونږ د دوي د وينې د هر څاڅكې قرضداري يو٬ ټول قام دې قربانيو ته په درنه سترګه ګوري۔ وزيراعظم دا خبرې د شهيد اے آئي جي اشرف نور كورنۍ سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د جمعې پهورځ په وزيراعظم افس كښې دوي سره ملاقات وكړو۔ اے آئي جي اشرف نور د نومبر په 24مه نيټه خپل ??اډ?? كښې د ترهګرو په بزدلانه بريد كښې شهيد شوې ٶ۔وزيراعظم د سينئر پوليس چارواكي د بې مثاله قربانۍ ستائنه كولو سره ووئيل د قانون نافذ كوٶنكو ادارو اهلكارو د مورني هېواد تحفظ لپاره لوي قربانۍ ??ركړې دي۔ ده ووئيل ټول قام دې قربانيو ته په درنه سترګه ګوري كومې چې زمونږ د خاورې مېړنو ځامنو د وظيفې ترسره كولو په مهال وركړې۔ده ووئيل مونږ د دوي د وينې د هر څاڅكې قرضداري يو٬ كوم مشن لپاره چې زمونږ شهيدانو د خپلو ځانونو قربانۍ ??ركړې ھغه م??ن به ترد ترهګرو تر انجامه رسولو دوام دار وي۔ وزيراعطم ش??هد خاقان عباسي غمژنۍ ??ورنۍ ??ه باور وركړو چې د وفاق واكمن به د شهيدانو د كورنيو هره ممكنه م??سته كوي