لاهور 11 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ د دفاع قائمه كمېټې چيئرمېن مشاهد حسېن سيد وئيلي دي چې د پاكستان پوځ دبنګ او پارلمان فعاله دے٬ د سول او عسكري مشرانو ترمېنځه مكمل همغږي موجود ده٬ د پاكستان پوځ د ختيز او لوېديز محاذ پشمول د هېواد دننه د ترهګرې په ضد په مړانه مقابله كوي٬ د سرلښكر قمر جاوېد باجوه لخوا د افغانستان او د اېران دوره خوش بينه ده۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د كمېټې نورو غړو ??ره يو ځائ په ننكانه صاحب كښې د كېپټن حسنېن نواز شهيد استوګنې ته د تللو نه پس د هغه په قبر د ګلونو غوړولو نه پس خبريالانو ??ره په خبرو كښې و??ړې۔ په دې موقع د برتانيې د دارالامرا غړے لارډ نذير٬ سناتور مير كبير٬ سناتور محمد جاوېد عباسي٬ سناتور محمد اعظم خان سواتي او د قومي اسبملې غړې شذره منصب پشمول ځائي استازي ه?? موجود وو۔ مشاهد حسېن سيد ووئيل چې د كېپټن حسنېن نواز شهيد د شهادت په وخت په غونډه كښې پرېكړه شوې و?? چې كمېټي به په خپله ننكانه صاحب كښې د هغه كورنۍ ??ره غمرازي كوي۔ ده ووئيل چې كېپټن حسنېن د كاناډائي وګړو بچ كولو په وخت خپل ځان بچ كولې شو خو د خپل ځان ??رو?? ئې و??ه كړه او خپله وظيفه ئې تر??ره كړه٬ هغه د وسله والو ځواكونو وياړ دے۔ د دې څخه وړاندې د كمېټې غړي د حسنېن نواز شهيد استوګنې ته لاړل او د هغه پلار محمد نواز ??ره ئې غمرازي وكړه۔ د دې نه پس كمېټې د ګورد??ار?? جنم استهان دوره وكړه چرته چې سكھـ مشرانو د دوي تود هركلې و??ړو۔