لندن 30 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد ??اق??ن عباسي وئيلي دي چې پخوانې وزيراعظم نواز شريف به په راتلونكې پېشۍ احتساب عدالت ته وړاندې حاضرېږي٬ د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر محمد نواز شریف سره د ملاقات نه پس د پنجاب اعلٰی وزير شهباز شریف سره د ګل په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د ملاقات په مهال په موجوده سياسي صورتحال او هېواد كښې په روانو پرمختيائي پروژو خبرې اترې وشوې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزیراعظم شاهد ??اق??ن عباسي خپله دوره او پخواني وزيراعظم سره ملاقات نجي او د ذاتي حېثیت ګرځول?? سره ووئيل ما د وزيراعظم په حېث د حكومت نه يو ورځ رخصتي اخستې ده او د شپې به هېواد ته ستنېږم۔ ده په مسلم ليګ (ن) كښې د اختلافاتو تاثر رد كو???? سره دا ډول خبرې ډنډورې وګرځولې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ګوند نواز شریف صدر ټاكلې دے۔ د پي آئي اے د نيويارك پرواز بندولو پحقله د پوښتنې په ځواب وزیراعظم ووئيل دا درې كاله وړاندې بند شوې وو۔ ده په دې پرېكړه كښې د اېئر بليو كو?? ډول ممكنه ربطه رد كو???? سره ووئيل د ايئر بليو امريكې لپاره د پرواز د پېل يوه منصوبه نه لرو۔ په دې موقع د پنجاب اعلٰې وزير شهباز شریف په ګوند كښې د مائنس ون د فارمولې خيال رد كو???? سره ووئيل غونډه كښې ګوند مخ په وړاندې بوتللو او د ټاكنو پحقله په لائحه عمل مشاورت شوې ۔كله چې شهباز شريف څخه د نواز شريف د فري اېنډ فېئر ټرائل د غوښتنې په لړ كښې پوښتنه وشوه نو ده ووئيل چې دا د پخوانې وزيراعظم جائز غوښتنه ده