ملګري ملتونه – 30 اګست (اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو د امن په ځائې كوؤنكو مشنز په فعاله توګه نافذ كولو او د هدفونو ??رل??سه كولو ??ه په دې مشنز كښې كار كوؤنكو ځواكونو ته د بشپړه وسائلو په وركولو زور راوړې۔دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مس??قل استازدې ډاكټر مليحه لودھي د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل د ملګرو ملتونو امن مشنز ته دې ټول وسائل وركړې شي د دوئي كاروائۍ بايد د زمكيزو حقائقو ترمخه وي۔دې په دې مهال د يو اېن پيس كېپنګ فورسز استعداد كار كښې زياتوالي له د ګامونو پورته كولو په حاجت هم زور راوړو۔ دې ووئيل پاكستان د نړيوالې ادارې پیس کیپنګ آپرېشن كښې مهم كردار ترسره كوي۔ پاكستان په دې لړ كښې د 6 لسيزو تجربه لري او د خپلو تجربو په رڼا كښې مونږ وئيلې شو چې ن??يوالې ادارې بايد دا عمليات لا فعاله جوړولو سره سره يو اېن فورسز ته د وسائلو رسنې ته پاملرنه وكړي۔ ډاكټر مليحه لودھي ووئيل چې د ??تو??زو اصل سوبونو ته رسېدو نه غېر د امن په ځائې كولو اهداف ??رل??سه كېدې نه شي۔ د بې وسۍ ختمول ٬ بېروزګاري او سماجي پرمختګ له ګامونه پورته كول او سياسي شخړې هوارول داسې چارې دي كومو ته به چې زيات پام كول وي۔