اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) وز??راعظم عمران خان وئيلي دي په تعميراتي كار كښې تندې سره به د هېواد معيشت بهتر شي، خلق به د روزګار موقعې ولري، د پنجاب حكومت دې د تعميراتي كار په اړه ترلاسه شوي در??واستونه د مروجه قوانين له مخې زر منظوري كړي او د تعميراتي څانګې اړوندې ستونزې دې په سمدستي توګه حل كړي. ده دا خبرې د جمعې په په ورځ د كورونو او ودانيو د قومي رابطه كمېټې د اوونيزې غونډې د مشري كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د وز??راعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم، د اصلاحات صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن، د وز??راعظم د سياسي رابطو خاص مرستيال شهباز ګل، وفاقي او صوبائي سېكرترانو او اعلٰي چارواكو ګډون وكړو. په دې موقع د سټېټ بېنك ګورنر غونډې ته ووئيل د بېنكولو لخوا د نوي پاكستان هاٶسنګ سكيم له مخې كورونه جوړولو لپاره د قرض په ترلاسه كولو كښې اسانۍ باوري كولې شي. ده ووئيل د اولس اسانۍ لپاره به د هېواد په ټولو ضلعو كښې د موجودو بېنكونو په پنځوس فيصده څانګو كښې تعميرات لپاره د پور وركولو په اړه خاص ډېسك جوړ??ے شي. د بېنك الحبيب لخوا غونډې ته ووئيل شول تعميراتي څانګې لپاره تر اوسه د 6 اربه روپو منظوري وركړې شوې. د پنجاب چيف سېكرټري غونډې ته ووئيل د ټولې صوبې څخه په 44 مليونه مرب?? فټ تعميراتي كار لپاره در??واستونه ترلاسه شوي چې پكښې په 20 مليونه مرب?? فټ تعميرات لپاره منظوري وركړې شوې. دې سره به په صوبه كښې د يو كهرب روپو معاشي چارې پېل شي. د خېبر پښتونخوا چيف سېكرټري غونډې ته ووئيل په ټوله صوبه كښې نزدې په 6 مليونه مرب?? فټ تعميرات لپاره در??واستونه ترلاسه شوي. ده ووئيل د منظورې نه پس به په صوبه كښې د 100 اربه روپو معاشي چارې پېل شي. وز??راعظم عمران خان ووئيل په تعميراتي كار كښې تندې سره به د هېواد معيشت بهتر شي، خلق به د روزګار موقعې ولري، د پنجاب حكومت دې د تعميراتي كار په اړه ترلاسه شوي در??واستونه د مروجه قوانين له مخې زر منظوري كړي او د تعميراتي څانګې اړوندې ستونزې دې په سمدستي توګه حل كړي