اسلام آباد 08 نومبر (اے پی پی﴾ د اسلام آباد په ??وك مېله كښې د بلوچستان په پوېلين كښې د بلوچ كلتور بشپړه نمائندګي موجود ده كومه چې شائقينو لپاره د صوبې فنون لطيفه پېژندنې او ستائنې لپاره يو نادره موقع وركو??. پ?? ??وك مېله كښې منتظمينو د كليوال كلتور ??وك ورثه په تخليقي او تعامل انداز كښې وړاندې كولو لپاره ټولو صوبو ته پراخا ځائ وركړے. د بلوچستان د كلتور محكمې د ??وك ورثه په شركت سره په بلوچي پوېلين كښې د بلو??ي كلتور، فنون، دستكارې، موسيقې، رسوماتو، رواياتو او د ??وك تفريح په بشپړه توګه نمائندګي وړاندې كړې. د بلوچستان پوېلين د پنجاب او د خېبر پښتونخوا پوېلين په مېنځ كښې دے. كله چې كوم بلوچې پوېلين ته داخل شي نو په ښكلي بلوچ انداز كښې جوړ شوي پوېلين كښې هغه خپل ځان په بلوچستان كښې محسوسو??. پ?? بلو??ي كاريګرانو كښې كنيز فاطمه د كړهائي كولو 44 كلنه كاريګره ده. هغه تعليم يافته ده او خپل د پېړو پخوانې روايت ئې د خپلې مور نه زده كړې او د ژوند څو كلونه ئې د دې فن په زده كولو كښې تېر كړي دي. هغه د تېرو 20 كلونو نه په ??وك مېله كښې برخه اخلي او هغې ته د خپل فن په اعتراف كښې ډېر ځله نقد رقم او اسناد وركړې شوي دي. د بلوچستان ??وك هنر مند جهنګي خان په پوېلين كښې لويه ګڼه ځان ته راغب ك??ي. ??غه سږ كال د هغه ?? صلاحيتونو په اعتراف كښې د دې ميلې په مهال دستار بندې لپاره ټاكل شوے و. په بلوچ خوراكونو كښې سجي هم د ميلې زينت ګرځېدلې. په دې ميله كښې هنرمندان خپل فن نېغ په نېغه اولس ته رسولې شي. د اوسني حكومت د وژن په مناسبت د دې ميلې بنيادي مقصد هم دا دے. ??وك مېله ب ه د شكرپړيا په ??وك ورثه كمپلېكس كښې د نومبر تر 15مه نېټه روانه وي.