پېښور ۔10 اکتوبر(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير پروېز خټ?? وئي??ي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښ?? د پي ټي آئي حكومت ته هېڅ خطر نشته۔ د جمهوريت ادعا كوؤنكي اپوزيشن اصلي څېره اولس ته وړ??ند?? ده۔ مولانا فضل الرحمان د نوازشریف او پخواني اولس مشر لپاره احتجاجي تحريك پېل كوي دا وخت د نورو په لاسونو كښ?? د لوبېدو نه بلكې د هېواد او قام لپاره د يو موټي كېدو دے۔ اپوزيشن بايد زه نه منم پالېسي پرېږدي او د هېواد بقاﺀ او استحكام او د هندي ايجنډے ناكامه كولو له مثبت كردار ترسره كړي۔ حکومت د اپوزیشن د جلسو جلوسونو نه نه وېرېږي او عمران خان به چا ته اېن آر او ورنكړي۔ ضمني ټاكنو كښ?? كاميابي به د پي ټي آئي وي۔ د اے اېن پي ٬ پی پی پی ، پی اېم اېل( اېن) سياست ناكامه شوې دې۔ ددوئي په كال به اولس سړكونو ته نه راوځي۔ ده د خالي په ورځ مسلم ټاؤن كښ?? د مركزي انجمن تاجران د وفادارۍ سوګند پورته كولو دستورې ته خطاب كولو۔ پروېز خټ?? پي ټي آئي ګوند كښ?? شاملېدونكو ته ټوپۍ په سر كړې ۔ کېنټ تاجر اېسوسی اېشن هم ضمني ټاكنو كښ?? د پي ټي آئي د ملاتړ كولو اعلان وكړو۔ پروېز خټ?? ووئيل مولانا فضل الرحمان دې دا ووائي چې هغه څو وارې اسمبليو ته راغلو هغه د اولس او اسلام كوم خذمت كړے دے۔ يو قانون خو دے وښائي۔ ده ووئيل ما د وزيراعلی په حېث صوبائۍ اسمبلۍ كښ?? اسلام لپاره چې كومه قانون سازي كړې ده اولس ته وړ??ند?? ده۔ د سود او جهېز لعنت په ضد قانون مې جوړ كړو په ټولو سركاري سكولونو كښ?? مې د قرآن مجيد تعليم ناظره او ترجمې سره لازمي كړو۔ ده ووئيل ما په خپل دور كښ?? 100 اربه نه زياتې روپۍ په نوښار مصرف كړې۔ په كابل درياب ما پشتونه جوړ كړل۔ قاضی میډيکل کمپلکس اسپتال ، نوشهرہ میډیکل کالج ، ټیکنیکل یونیورسټی ٬ په درځنونو ډګري كالجونه ٬ هائي او پرائمري سكولونه او د تحصيل په كچه مې د لوبو مېدانونه جوړ كړل۔ په فضائیه پوهنتون او د كركيلې په پوهنتون كار پېل كېدونكې دې۔ ده ووئيل مونږ ټولو عمري اولس سره پاتې كېږو او اپوزيشن يوازې د ټاكنو په ورځو كښ?? په نظر راځي۔ ده ووئيل مونږ په تشو وعدو باور نه لرو مونږ ژوندي او مړه اولس سره يؤ۔ په دې مهال ده د سيمې د مسئلو د حل كولو وعده وكړه او سوداګرې ورورولۍ ته ئې باور وركړو چې ددوئي مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل شي