اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د پاك افغان فرينډ شپ ګروپ د اېګزيکټو کمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې وشوه ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې سپيكر ووئيل د پاكستان معيشت ښه كولو لپاره افغانستان سره تجارت د مركزي اهميت وړ ګڼلے شي ځكه چې د پاکستانو مصنوعاتو لويه منډۍ افغانستان دے ٬ په موجودہ حالاتو كښې په پاك افغان بارډر د رامخې ته مسئلو ح?? لپاره پاك افغان فرينډشپ ډلې او ټاسك فورس په سنجيدګۍ سره غور كړے او ?? دوي يو شمېر غونډې شوي٬ په پاك افغان پوله تجارت لپاره به رامخې هر ډول خنډان لرې كول وي۔ په دې موقع د وزيراعظم صلاحكار ارباب شهزاد د پاك افغان پولې مسئلو ح?? لپاره د بريفنګ په مهال ووئيل د پاك افغان پولې دورې مې كړې، هلته اوس هم مسئلې شته او ?? دې مسئلو ح?? لپاره حكومت ګامونه ??ور??ه كوي۔ په دې موقع د دفاع وزير پروېز خټك ووئيل په پوله به هر ډول مسائل ختمول وي٬ ما ته اوس هم طورخم بارډر څخه يو شمېر ګيلې راغلي۔ شاندانه ګلزار ووئيل د ټرېكرز په معامله اوس هم زياتې مسئلې موجود دي٬ ګرد پاكستان كښې ټرېكنګ لپاره يو ټي پي اېل ته دا پراجېكټ ولې ترلاسه شوے۔ خارجه سېكرټري غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل د پاکستان او ??فغانستان اريكو كښې پاك افغان ټرانزټ ټرېډ د سنګ ميل حېثيت لري په دې لړ كښې د ټريډ بحالۍ لپاره خاص اقداماتو ته اړتيا ده۔ په دې موقع سپيكر اسد قېصر ووئيل په دې لړ كښې مونږ په اكتوبر كښې د يو سېمېنار تابيا كوٶ او په دې كښې به افغان پارلماني پلاوے هم رابللے شي او په دې لړ كښې د افغانستان اولسي جرګې چيئر??ېن سره هم زما خبرې شوي۔ سپيکر ووئيل د افغان ټرانزټ ټريډ يوه نوي لوظنامه كېدونكې ده٬ په سېمينار كښې به د پاك افغان تجارت پشمول په ټولو اړخونو غور كولے شي۔ ده ووئېل سېمينار كښې به د تجارت، دفاع، خوراك، داخله او ?? خارجه وزارت پشمول د نورو اړوندو ادارو لوړ پورو ته بلنه وركولې شي۔ دغسې غونډې ګډون كوٶنكو د افغانستان ټرانزټ ټريډ بحالۍ لپاره د سپيكر اسد قېصر د هلو ځلو ستائنه وكړ