اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د نېشنل راډيو او ټيلي کميونيکيشن ??ا??پو??ېشن (اېن ټي آر سي) هري پور دوره كړې چرته جې وزيراعظم پاکستان كښې په وړومبي ځل د وينټيليټرز پېداواري سهولت پرانسته وكړه۔ د وزيراعظم ميديا آفس لخوا د جاري بيان له مخې د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير فواد چوهدري، د توان وزير عمر ايوب خان، د وزيراعظم د كووېډ-19 پحقله فوكل پرسن ډاکټر فېصل سلطان، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل محمد افضل او نور اعلٰې چارواكي هم په دې مهال موجود وو۔ ?? اېن آر ټي سي منيجنګ ډائريکټر بريګيډئر توفيق احمد وزيراعظم ته د ادارې د خدماتو، پېداوار، په دې څانګه كښې د تحقيق او پرمختګ او تاريخ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ ??ه ووئيل اېن آر ټي سي د کميونېکيشن آلات، اي پوليسنګ، اليکټرو ميډيکل آل??تو او د هارډ و سافټ ويئر جژرولو پشمول نور خدمات تر سره كوي۔ وزيراعظم په وړومبي ځل د هېواد دننه د وينټيليټرز جوړولو لپاره د سائنس او ټيکنالوجۍ وزارت او د اېن آر ټي سي د اقدام ستائنه كولو سره ووئيل دا پاكستان لپاره مهم سنګ ميل دے٬ ټوله ډله د مباركۍ مستحق ده، هېواد كښې د غوره صلاحيتونو خاوندان موجود دي څوك چې د نوې ټېكنالوجۍ پحقله ايجادات رامخې ته كولے شي۔ده ووئېل زمونږ حكومت به په دې لړ كښې د ځوانانو صلاحيتونه پكار راوستلو لپاره هر ډول ممكنه معاونت كوي۔ وزيراعظم ووئيل د كرونا وباء رسپانس او د معيشت په اړه زمونږ د سمارټ لاك ډاون د اقدام??تو ستائنه كېږي٬ مونږ خپل پام اوس د صحت كوټلو اصلاح??تو پلو ګرځولے ۔ د دې نه پس وزيراعظم د وينټيليټر جوړولو د سهولت پرانسته وكړه او د اېن ټي آر سي د بېلا بېل سېكشنز ئې خارنه