اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د ??وا??لاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد د ډاك محكمې سره د تعلق لرونكو ټولو ملازمانو د كردار ستائنه كړې او وئيلي ئې دي د ډاك محكمې ملازمانو د كورونا غوندې وبا كښې په ډېرو سختو حالاتو كښې ټولو م??را??و پېنشن اخستونكو ته د دوي په كور د پنشن ادائيګي ممكنه كولو سره يو لوي قومي خدمت كړے او د دې چې ??ومره هم ستائنه وشي كمه ده. د جمعې په ورځ په يو بيان كښې د ??وا??لات وفاقي وزير د ډاك محكمې د ملازمانو د اپ ګرېډېشن د پخوانې غوښتنې په سمدستي توګه د حل كولو باور وركړو او اعلان ئې وكړو چ?? د اپ ګرېډېشن سمري فنانس ډويژن ته منظورې لپاره لېږلې شوې۔ په دې ا??ه مېډيا سره په خبرو كښې د ډاك محكمې وياند وضاحت كولو سره ووئيل د ??وا??لات وفاقي وزير هدايت په رڼا كښې د ډاك محكمې د ملازمانو د اپ ګرېډېشن سمري فنانس ډويژن ته لېږلې شوې او ډېره زر به منظوري شي