اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د آذربائیجان خپل همڅنګ الهام عليوف سره په ټېلي فوني تماس كښې د كرونا وائرس وباء او د دې صورتحال مخ نيوي په اړه دوه اړخيزه اړيكې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر لخوا د جاري بيان له مخې صدر د مئي په 4مه نيټه د غېر وابسته هېوادونو مشرانو په كچه د كنټېكټ ګروپ “کووېډ ۔ 19 په ضد اتحاد8221; په سرخط د كامياب او په وخت اقدام ستائنه و??ړه?? صدر د آذربائیجان خپل همڅنګ پاكستان كښې د كرونا وباء مخ نيوي لپاره په حكومتي كچه د پورته كړو اقداماتو نه هم خبر كړو۔ د ازرېائيجان صدر د پاكستان د كرونا وباء مخ نيوي لپاره د هلو ځلو ستائنه و??ړه?? دغسې په آذربائجان كښې د ايسارو پاكستانيانو هېواد ته ستنېدو لپاره په مرسته كولو صدر ډاګتر عارف علوي د خپل همڅنګ مننه و??ړه?? صدر ډاكټر عارف علوي د وزیراعظم عمران خان لخوا د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو په موجوده صورتحال كښې په قرض ستنولو كښې د ريليف ور??ولو د تجويز په اهميت زور رواړلو سره د بحران مخ نيوي لپاره د نزدې مرستې په حاجت زور رواړو۔ صدر د آذربائیجان لخوا د دې اقدام په ملاتړ مننه كولو سره په هره كچه د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره د عزم پخلې وكړو۔ صدر عارف علوي مقبوضه کشمیر كښې د تګ راتګ پا??ندۍ له امله د صحت سهولياتو د نشتوالي په سوب د كرونا وائرس په خپرېدو د اندېښنې څرګندونه كولو سره ووئيل نړيواله ور??رلي دې په هند كښې د مسلمانانو په ضد د كرونا وائرس په لړ كښې د كمپائن نوټس واخلي، هند په مقبوضه كشمير كښې د ډوميسائل په قانون كښې بدلون كوي، د دې بنيادي مقصد په مقبوضه كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلول دي كومه چې د جنيوا د څلورم كنونشن خلاف ورزي ده۔ د آذربائیجان صدر په دې موقع كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزيو د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل د كشمير په مسئله د پاكستان د اولسي موقف ??شپ?? ملاتړ كوٶ۔آذربائجان پاکستان خپل نزدې ملګرې ګڼي او په هر فورم به ئې ملاتړ روان ساتي۔ دغسې هغه د نكاراكاراباغ په شخړه د پاكستان د ملاتړ مننه و??ړه?? په دې مهال دواړو مشرانو د شريكې خوښې چارو خبرې روانې ساتلو ته هم صلاح شول۔