اېبټ آباد۔ 21 مارچ (اے پی ??ی) د خېبر پخ??ونخوا د سائنس او انفارمېشن ټېكنالوجي صوبائي صلاكار ضیاء اﷲ خان بنګش د اېبټ آباد جهنګي سيمه كښې نوې آئي ټي پ??رك جوړولو له د مجوزه سائټ دوره وكړه۔ اېبټ آباد آئی ټی پارک جوړولو له نورو اړوندو چارواكو سره صلاكار ضياﺀ الله بنګش جھنګي كښې د موجود?? مجوزه سائټ جاج واخست او د خېبر پخ??ونخوا آئي ټي بورډ چارواكو څخه ئې بشپړه بريفنګ واخست۔ په دې مهال ضياﺀ الله بنګش ووئيل اېبټ آباد كښې به ډېر زر نوې سټېټ آف دي آرټ انفارمېشن ټېكنالوجي پ??رك جوړ كړو۔ د خېبر پخ??ونخوا خوراك څانګې اېبټ آباد كښې آئي ټي پ??رك جوړولو له زمكه راكړې ده۔ ده ووئيل زلمو ته به آئي ټي پ??رك كښې نوې آسانۍ او د روزګار موقعې وركړې شي