اسلام آباد 28 جنوری (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی په دوه ورځنۍ مهمه دوره کینیا ته تللې چرته به چې هغه په “انګیج افریقې” معاشی سفارتکارۍ کنفرنس كښې ګډون كوي۔ د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد به د کنفرنس مشري كوي۔ د پاکستان 100 کاروباری شخصیات به هم ده سر?? ملګري وي۔ خارجه وزير به د کینیا اولس مشر او خارجه وزير سره مهم ملاقاتونه كوي۔ د افریقې هېوادونو كښې ?? پاکستان سفیران به هم پھ دې کنفرنس كښې ګډون كوي۔ د خارجه وزارت د اړخه د نهې په ورځ جاری شوې بیان له ??خې په دوره د تللو په موقع خپلو خبرو كښې ??ارجه وزير ووئيل د يو آزاد او خپلواكه خارجه پالیسۍ لپاره معاشی استحکام لازم دے۔ دغه مقصد مخ په وړاندې بوتللو له خارجه وزارت معاشی سفارت کاري د يو اصول په توګه خپله كړې او مونږ په هغې كښې مخ په وړاندې روان يو۔ ده ووئيل خارجه دفتر كښې ?? يو معاشی سفارت کارۍ ترمخه “انګیج افریقه” کنفرنس شوې ؤ د كومې پرانسته چې اولس مشر كړې وه او وزیر اعظم اختتامی دستورې ته خطاب کړې ؤ چې پكښې يوه واضحه لار ټاكلې شوې وه ۔ افریقه يو داسې براعظم دے كوم كښې چې 54 هېوادونه وجود لري او زيات وسائل لري۔ هلته د تجارت او سرمایه کارۍ ښې موقعې شته۔ ده ووئيل تير وخت كښې ?? افریقې پلو پام لرنه ??ه ده شوي كومه چې پكار وه۔ ده ووئيل کنفرنس كښې مونږ مهمو کاروباري شخصیاتو له بلنه وركړې او هڅه كوو ??ې د خيالاتو څرګندو??ې د لارې افریقه كښې ??پلې رسنې ته وده وركړو او د افریقې هېوادونو سره خپلې سیاسی او سفارتی اړيكې مخ په وړاندې بوځو۔ ده ووئېل کینیا د افریقې ګیټ وے ده او کینیا سره مونږ ښې ??ړيكې لرو۔ ده ووئيل زه به د کینیا اولس مشر کنیاټا او د خارجه وزير سر?? ملاقات کوم او هڅه به كوم ??ې د دې کنفرنس د لارې نه يواځې کینیا بلکه د نورو افریقائي هېوادونو سره هم اړيكې لا قوي كړو