اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پ??) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د سعيد غني پ?? بې علمۍ افسوس لرم٬ د قام مالونه لوټ كوٶنكو ا?? په ناسمه شمېرو معيشت چلوٶنكو ته دا هم نه د معلومه چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ټې??سو??و وصولي زياته شوې ٬ سږ كال په مالي شپږو ??يا??تو كښې 2085 اربه روپۍ ټېكس د تېر كال په مقابل كښې 16.4 فيصده زيات راجمع شوے۔ د ګل په ورځ ډاکټر فردوس عاشق اعوان خپل ټويټ كښې ووئيل د تېر كال په مقابل كښې درآمدات 21 فيصده كم شوي ا?? په كورنيو ټې??سو??و يعنې انكم ټېكس ٬ سېلز ټېكس او اېکسائز ډيوټۍ كښې په دغه ترتيب 21.2 فيصده ٬ 34 فيصده او 25.6 فيصده اضافه شوې۔ دې ووئيل د سمارټ فونز د لارې كلنې ګوشوارې جمع كولو ??پاره ټېكس آسان اېپ معرفي كړې شوې ٬ عمران خان ھغه وړومبنې وزيراعظم دے چا چې په هېواد كښې د ټېكس وصولو ته د يو تحرېك شكل وركړې او د ټېكس په نظام كښې ئې په اصلاحاتو كار پېل كړې۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د اېف بي آر په پورټل د اولس د سفر٬ د زمكو د لېن دېن ٬ ودهوډنګ او د ګاډو پحقله تفصيلات موجود دي٬ سږ كال د 105 اربه روپو ري فنډ ټېكس وركړې شوې او دغسې تېر كال 36 اربه روپې بېرته وركړې شوي۔