اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاکټ?? عارف علوی د هېواد پرمختګ له بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو خذمات ستائلو سره ??ئيلي دي پاكستان سرمايه كارۍ لپاره ??و محفوظ هېواد دے۔ د برطانېي شاهي جوړې پاكستان دورې سره به د غېر ملكي سرمايه كارو باور بحال شي۔ وزیراعظم عمران خان منطقه كښې د امن راوستلو او د بې وزلۍ ختمولو خبره ??وي۔ د سوداګرو د ګټې سره سره د اولسي خېر ښېګړې هم بايد خيال اوساتلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره شپه د برطانېي دارالامراء غړي او پاكستاني سرمايه كار ضمير اے چوهدري په درناوي كښې وركړې د ماسخوتن مېلمستياﺀ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل زه او ټول قام په ضمير اے چوهدري وياړلري۔ ده پخپل محنت او كاروباري كاميابو سره ??وم ګټلې۔ ده ته په برطانېي دارالامراﺀ كښې په غړي جوړېدو مباركي وركوم۔ اولس مشر ووئيل بېسټ وے ګروپ او یونائټډ بېنک لمېټډ د ده په مشرۍ كښې پاكستان كښې سرمايه كاري كوؤنكې لوئې ګروپ دے۔ ده ووئيل پاكستان كښې د محفوظې سرمايه كارۍ موقعې مخ په زياتېدو دي۔ ده ووئيل شهزاده وليم او د هغه د كورودانې کېټ مډلټن پاکستان كښی د خېر ښېګړې هلو ځل?? كښې بشپړه برخې اخستو له خوښي ښكاره ??ړې۔ ده د برېسټ كېنسر په اړه د شعور بېدارولو كمپائن هم ستائنه وكړه ۔ دې نه وړاندې د برطانېي ملكه الزبت او لېډي ډيانا هم د پاكستان دورې كړې وې ۔ د برطانېي شاهي مېلمنو پاكستان ته د راتللو سره به نړۍ ته دا پېغام لاړ شي چې پاكستان په امنيتي توګه يو محفوظ هېواد دے۔ دې سره به پاكستان كښې د سرمايه كارو باور بحال شي۔ دستورې ته چیف اېګزېکټو آفیسر بېسټ وے ګروپ لارډ ضمیر اے چوهدری، چیف اېګزېکټو آفیسر یونائټډ بېنک لمېټډ سیما کامل او دوهم برطانوی هائی کمشنر هم خطاب وكړو۔ په دې مهال د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان ٬ د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير فواد چوهدري ٬ د سمندري چارو وفاقي وزير علی ??ېد??، د توان وفاقي وزير عمر ایوب او د پاکستان تحریک انصاف لارښود جهانګیر ترین سره ??ارلماني غړي او د سوداګرو لارښود هم موجود وو۔