پنډۍ ۔ 6 ستمبر (اے پی پی) د ا??لن?? نشان حېدر ترلاسه كوؤنكي كېپټن راجه محمد سرور شهيد په يادګار د جمعې په ورځ يوه پروقاره او درنه دستوره وشوه۔ آرټلری کمانډنټ برېګېډیر ذوالفقار ??لی دستوره كښې خاص مېلما وو۔ د پنجاب آرټلری يوې چمتو ډلې ګارډ آف آرنر وړاندې كړو۔ برېګېډیر ذوالفقار ??لی او د راجه محمد سرور شهید كورنۍ وګړو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔ دستورې ته خطاب كښې برېګېډیر ذوالفقار ??لی ووئيل چې شهادت او د شهادت جذبه د ګواهۍ يوه سلسله ده كومه چې د لوئے څښتن د وحدانيت ګ??اه?? ده۔ خلق دلته راتلو سره د شهيد ياد تازه كوي۔ دې ووئيل په كال 1965ء ك??ې هند د كشمير ضم كولو هڅه وكړه او جنګ وشو۔ نن هند بيا هغه كار كوي او هم هغه صورتحال دې۔ ده ووئيل ا??لن?? جنګونه به مخامخ او په يو محاذ كېدل۔ اول به جنګ په وردۍ كښې كېدو ولې اوس جنګ زمونږ ښارونو او كليو ته رارسېدلې دې۔ نن هر يو زلمې د خپل سوشل ميډيا اكاؤنټ څخه دښمن ته ځواب وركوي او جنګ كوي