اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال مرزا شهزاد اكبر وئيلي دي چې شهباز شريف په برتانيه كښې د مقدمې كو??و په ځائ ډېلي مېل ته شك??يت كړے٬ كو?? خبريال چې خبر وركړے هغه اوس هم په خپل خبر ولاړ دے٬ كه شهباز شريف ريښتينې وي نو عدالت ته دې لاړ شي ٬ بيا به زه هم هغه عدالت ته تللو سره د هغه د كرپشن ټول ثبوتونه وړاندې كړم۔ د اتوار په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كو??و په مهال ده ووئيل چې د شهباز شريف په ضد په ډېلي مېل ورځپاڼه كښې چې كو?? خبر چاپ شوے و٬ په دې لړ كښې د تېرو 36 ساعتونو په مهال نور اپډېټس هم راغلي دي كو?? چې مېډيا ته وړاندې كو?? غواړم۔ ده ووئيل چې د خبر چاپ كېدو نه پس شهباز شريف قوم سره لوظ كړے و چې د وزيراعظم او زما په ضد به قانوني كارروائي كو??۔ ده ووئيل چې د اېرا په فنډ كښې ډاكه اچولو سره علي عمران ته ګټه رسول شوې٬ دوه كاله د دې مقدمې پېروي نه ده شوې او په كال 2018م كښې شهباز شريف خپل زوم ته د تېښتې لار وركړه۔ ده ووئيل چې مسلم ليګ ن د جولائي په 25مه نېټه ادعا كړې وه چې دوي په برتانيه كښې مقدمه دائر كړې خو د هغه ځائ نه خبرپاڼه ج??ري شوې چې شهباز شريف يوازې ورځپاڼې ته شك??يت كړے۔ ده ووئيل چې كو?? خبريال چې خبر وركړے هغه اوس هم په خپل خبر ولاړ دے٬ كه شهباز شريف ريښتينې وي نو عدالت ته دې لاړ شي ٬ بيا به زه هم هغه عدالت ته تللو سره د هغه د كرپشن ټول ثبوتونه وړاندې كړم ځكه چې په ورځپاڼه كښې يوازې 5 فيصده ليكل ش??ي دي او 95 فيصده تفصيلات ما سره دي۔ ده ووئيل چې زه لندن ته تللو ته تيار يم٬ زه باور لرم چې دوي به د لندن عدالت ته لاړ نه شي۔