اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي﴾ پاكستان پوسټ د تېر مال?? كال 18-2017 په مقابله كښې سږ كال په محصولاتو كښې 116 فيصده اضافې سره تر ټولو زياته ګټوره سركاري محكمه جوړه شوه۔ ډپټي چيف اكاؤنټس آفيسر اوېس احمد اے پي پي ??ره په خبرو كښې ووئيل چې د وفاقي وزير مراد سعيد په مشرې كښې محكمې سږ كال 14.5 اربه روپې منافع ت??لا??ه كړې كومه چې په ټولو محكمو كښې تر ټولو زياته د منافع شرح ده۔ شپږ ??ربه روپې بېلا بېلو محكمو سره متنازعه دي كومې به چې اداره وصول كوي او كه دا معامله د پاكستان پوسټ په حق كښې حل شي نو زيات رقم به ت??لا??ه شي۔ ده ووئيل چې د ډاك محكمې په بجټ كښې 10 فيصده كمې شوې او سره د محدود وسيلو د پاكستان پوسټ كاركردګي د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل چې د ادارې بهترې لپاره نور ??قدامات هم كولې شي۔