اسلام ا??باد ۔ 21 جون (اے ??ی پی) د هاؤسنګ اېنډ وركس دوهم وزير شبير علي قرېشي وئيلي دي بجټ د اولس د هيلو ترمخه جوړ كړې شوې دې?? وزیراعظم عمران خان هېواد د سوكالۍ ا?? پرمختګ په لاره روانولو له شپه او ورځ يوه كړې ده۔ اولس دې ټېكس وركولو سره خپله قومي فريضه ادا كړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ اے ??ی پی سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل حالات ناوړه دي ولې ددې باجود د تحريك انصاف مشرتابه او حكومت اولس ته د زياتو نه زياتو آسانيو وركول?? پرېكړه كړې ده۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان هېواد سختو حالاتو څخه د ويستلو هڅې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل قوم دې ټېكس وركړي او سختو ستونزو څخه د هېواد ويستلو له دې خپله قومي فريضه ترسره كړي۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د وېنا ترمخه به ټېكس د اولس د هيلو ترمخه د هېواد او قوم پرمختګ او وكالۍ له مصرف كولې شي