اسلام آباد ۔ 2 جون (اے پی پی) اتلس كاله پس ب??ټش ائروېز پاكستان كښې خپل فلائټ آپرېشنز يو وارې بيا پېل كوي۔ د ب??ټش ائروېز اولنې پرواز (بی اے ډبلیو 261) د روانې مياشتې په 3 مه نېټھ د ګل په ورځ سحر 25 دقيقې دپاسه 9 بجې هیتھرو ائرپورټ (لندن) څخه اسلام آباد انټرنېشنل ائرپورټ ته رارسي۔ ددې پراوز 240 مسافر به د پاكستان او برطانيې بېرغ لاس كښې نيولو سره بوئنګ 787 ډریم لائنر څخه بهر راوځي۔ د خوشحالۍ په دې موقع به د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان، د تجارت صلاحكار عبدالر??اق داود، سمندرې پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيال ذوالفقار حسېن بخاری، د هوابازۍ سېكتر / د سول ايوي اېشن اتھارټي ډي جي شاه رخ نصرت ٬ د اېوی اېشن ډویژن او برطانوی هائی کم????ن مشران چارواكي د اسلام آباد په هوائي مېدان د مسافرو هركلې كوي۔ هم دا پرواز به لس دقيقي دپاسه يوولس بجې د بی اے ډبلیو 261 نمبر سره اسلام آباد څخه مسافر هيتھرو ائرپورټ ته وړولو له روانېږي۔ وروستو به وفاقي وزير غلام سرور خان، د تجارت صلاحكار عبدالرازق داود، اطلاعاتو لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله فردوس عاشق اعوان ٬ د برطانيې هائي كمشنر ټامس ډریو، د ب??ټش ائروېز چیف کمرشل آفیسر اېن ریوبریم او د هوابازۍ سېكتر شاہ رخ نصرت د ګډې خبري كنف??نس كوي۔