اسلام آباد 05 مارچ (ا?? پي پي) د ټاكنو كمېسون سېكتر بابر یعقوب فتح محمد په مشرۍ كښې خېبر پښتونخوا كښې د بلدياتي مودې ختمېدو نه پس د بلدياتي ټاكنو په اړه مشاورتي غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د ټاكنو كمېسون لوړ پورو ٬ د خېبر پښتونخوا لوكل ګورنمنټ او د صوبائي قانون څانګې سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ د ټاكنو كمېسون چارواكو لخوا په ور??ړې شوي بريفنګ كښې ووئيل شو?? چې د بلدياتي ادارو موده د اګست په 28مه نيټه كال 2019 ختمېږي٬ د آئین د آرټ??کل 140(A) او د الېکشن اېکټ 2017 د سېکشن 219 (4) له مخې په صوبو كښې د بلدياتي ادارو د مودې ختمدېو نه پس په 120 ورځو كښې دننه بلدياتي ټاكنې كول ?? الېكشن كمېسون آئينې ذمه واري ده ۔ غونډې ته ووئيل شو?? چې د صوبائي حكومت نمائندګان په نننۍ غونډه كښې د رابللو مقصد دا دې چې صوبائي حكومت دې په وخت خبر ??ړې شي دغسې چې د بلدياتي ټاكنو په اړه معاملے ګړندې ??ړې شي او ټاكنې په وخت كول ممكن شي۔ صوبائي واكمنو ته ووئيل شو?? چې د ټاكنو نه وړاندې حلقه بندۍ ٬ د لسټونو تيارې او تربيې لپاره مناسب وخت پكار دې دې لپاره ضروري ده چې د خېبر پښتونخوا حكومت د 30 اپرېل نه وړاندې هر ډول قانوني سقم لرې كړي دغسې چې د ټاكنو كمېسون خپله آئيني او قانوني ذمه واري ترسره كولو سره په ټاكلې شوې موده كښې الېكشن و??ړې شي ۔ د خېبرپښتونخوا حكومت نمائندګانو غونډې ته ووئيل چې صوبائي حكومت په د بلدياتي نظام په قانون كښې ځينې بدلونونو تجويزونه ور??ړې دي چې كار پرې روان دے۔ دوي باور وركړو چې د ټاكنو كمېسون لَخوا پورته ??ړې شوې ټول نكاتو څخه به صوبائي حكومت خبرولې شي