اسلام آباد/مانچسټر 03 جنوری (اے پي پ??) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې بهر مېشته پاكستانيان د هېواد په رغونه او پرمختګ كښې مهم كردار ترسره ??وي۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې ده دا خبره ??ه مانچسر كښې د مېشته پاكستانيانو يوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔ په دستوره ??ښې د اروپائي اېتلاف د پارلمان غړو سجاد كريم٬ واجد خان٬ د مانچسټر ډپټي ميئر عابد لطيف چوهان٬ د مانچسټر هائي شيرف ډاكټر روبينه شاه او په مانچسټر كښې مېشته د پاكستاني كميونټې ګڼ شمېر كسانو ګډون وكړو۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې پاكستان او برتانيه د دوستې پخوانې اړيكې لري او پاكستان پارلمان او معاشي اړيكو ته ود?? وركولو سره برتانيې سره دوه اړخيزه اړيكې لا پراخا كول غواړي۔ ده په پاكستان د جمهوريت په ود?? كښې او د جمهوري ادارو استحكام لپاره د برتانيې كردار وستائيلو۔ اسد قېصر د بهر مېشته پاكستانيانو لخوا د ديامربهاشا بند په فنډ كښې په عطياتو وركولو ستائنه وكړه او وې وئيل چې په پاكستان كښې د اوبو سخت ك??ې دے او د يو زرعي هېواد په توګه پاكستان د اوبو ذخيرو جوړولو ته سخت ضرورت لري۔ ده په مانچسټر كښې مېشته پاكستانيانو ته د بند په فنډ كښې د برخه اخستلو خواست وكړو۔