اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د كرسمس په موقع په خپل خاص پېغام كښې په پ??كس??ان او ټو??ه نړۍ كښې مسيحي ټ??لنې ته مباركي وركړې۔ په خپل پېغام كښې و??يراعظم عمران خان وئيلي دي چې يسوع مسيح نړۍ ته انسانيت لپاره د ا من٬ محبت او شفقت علامت په توګه رالېږل شوے و او د ده د امېد او بخښنې پېغام د ابدي نجات لار روښانه كړې۔ وزيراعظم ووئيل چې د يسوع مسيح تعليمات په ټو??ه نړۍ كښې انسانانو لپاره د امن او خوشحالې دي۔ ده ووئيل چې كرسمس د الله تعالٰي د نعمتونو نه د خوند اخستلو او د خوشحالې موقع ده۔ ده ووئيل چې د كرسمس ورځ مونږ ته سختې او ستونزو سره د مخ شويو خلقو د مرستې درس هم راكوي۔ وزيراعظم ووئيل چې دا ورځ مونږ ته رايادوي چې د انسان په حېث مونږ د نورو انسانانو ستونزې ختمولو لپاره خپل كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل چې د خوشحالې په دې موقع مونږ خپلو مسيحي وروڼو سره يو۔ ده ووئيل چې د پ??كس??ان تحريك انصاف حكومت د مذهبونو ترمېنځه د همغږې داعي دے۔ وزيراعظم ووئيل چې مسيحي ټ??لنه زمونږ د ټو??نې لازمي جز دے او مونږ د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د دوي په شركت فخر كوو۔ ده ووئيل چې اوسنې حكومت په هېواد كښې د اوسېدونكو ټو??و اقليتونو د حقونو تحفظ لپاره پوخ عزم لري او د دوي د حقونو ضمانت وركوي۔ ده ووئيل چې زمونږ آئين هم د قائداعظم محمد علي جناح د نظر تشريح كوي په كوم كښې چې ده په پ??كس??ان كښې اوسېدونكو د ټو??و مذهبونو پېروكارو لپاره د مساواتو٬ آزادې او تحفظ د پالېسې څرګندونه كړې وه۔ وزيراعظم ووئيل چې د كرسمس د خوشحالې په موقع به پ??كس??ان متحد كولو لپاره په ګډه د كار كولو عزم كول وي چې دغسې په هېواد امن٬ خوشحالې٬ سماجي او اقتصادي پرمخ??ګ لپاره د نوي پ??كس??ان په وژن عمل وكړې شي۔