اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر عامر وحيد٬ سينئر نائب صدر محمد نويد ملك او نائب صدر نثار مرزا وئيلي دي چې حكومت د ډيزل په بېعه كښې د 6.37 روپې يو لېټر او د پېټرول په بېغه كښې د 2.41 روپې يو لېټر د كمي كولو ښه پ??ېكړه كړې٬ تجاران د دې پرېكړې هر كلې كوي۔ په خپل يو بيان كښې دوي ووئيل چې دې پرېكړې سره به ګراني كمه شي٬ كاروباري لګښت به هم كم شي او معيشت لپاره به ئې ګټورې نتيجې راوځي۔ دوي د حكومت نه غوښتنه وكړه چې حكومت دې په پېټروليم مصنوعاتو په درنو ??ېك??ونو نظرثاني وكړي چې دغسې بېعې ټيټې شي او صنعتي او كاروباري چارې وده وكړي۔