اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) پاكستان په كابل كښې د اولس مشر ماڼې سره نزدې د لوي اختر اجتماع په مهال د راكټي بريد سخته غندنه كولو ??ره ټولو ډلو ??ه وئيلي دي چې هغه دې د ??فغ??ن حكومت لخوا اعلان شوې جنګ بندي عملي كړي۔ د نهې په ورځ وزيراعظم عمران خان د ترهګرې د دې بريد غندنه كولو ??ره ووئيل چې د لوي اختر د خوشحالې په مو??ع بې ګناه وګړي په نښه كول زيات د غندنې وړ فعل دے۔ ده ووئيل چې د ترهګرې خاتمې لپاره په كېدونكو هڅو كښې مونږ ??فغ??ن دولت او اولس سره يو۔ ده ووئيل چې دا ډول بزدلانه بريدونه د ترهګرو د ماتې خوړلي نيت عكاسي كوي۔ خارجه دفتر هم په كابل كښې سفارتي سيمې سره نزې د ا فغان اولس مشر لخوا د لوي اختر پ?? اجتماع كښې د وېنا په مهال د راكټي بريد سخته غندنه كړې۔ طالبانو د ګل په ورځ د ??فغ??ن دولت لخوا د جنګ بندې وړاندېز رد كړے و او د بريدونو روان ساتلو ??علان ئې كړے و۔ د دې څخه وړاندې د ګل په ورځ طالب جنګيالو په درې بسونو بريدونه كولو ??ره 200 مسافر په نښه كړي وو۔