لاهور۔17 اګست(اے پي پي) د هند د كركټ پخوانې لوبغاړې او د پارلمان غړي نوجوت سنګھ سدھو د تحريك انصاف مشر عمر??ن خان په بلنه د جمعې په ورځ د و??هګه بارډر د لارې پاكستان ته رارسېدلې٬ چرته چې د ھغه تود هركلے شوې٬ سدهو له عمر??ن خان د سوګند پورته كولو دستوره كښې د ګډون كولو بل??ه وركړې وه كومه چې ھغه قبوله كړې وه اوپه خاص توګه پاكستان ته رارسېدلې٬ ھغه به (نن) د اګست په اتلسمه نيټه اسلام آباد د و??يراعظم د سوګند پورته كولو په دستوره كښې ګډون كوي او د ھغه عمر??ن خان سره يو په يو د ملاقات هم امكان دے او ھغه به بيا په نورلسم اګست بېرته لاهور ته رارسي او د دې نه پس به هند ته ځي۔ په واهګه بارډر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل ما عمر??ن خان لپاره شال او نېكي هيلې رواړې دي۔ ده ووئيل عمر??ن خان چې ما له كوم عزت او د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د ګډون كولو بلنه راكړې زه په ھغې د ھغه مننه كوم۔ ده هيله ولرله چې د عمر??ن خان په مشرۍ كښې به پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ منازل ترسره كړي او د پاكستان او هند اړيكې به ښې شي۔ سدھو ووئيل عمر??ن خان كروړونو په شمېر د اولس په زړه كښې اوسېږي٬ د سياست مدار په توګه نه بلكې د يو ملګري په حېث پاكستان ته راغلې يم٬ د لوبغاړ هسې هم كار زړونه روغول وي۔ د يادونې وړ ده چې نوجوت سنګه سدھو ته د پاكستان د دوه اوونيو ويزا جاري كړې شوې دي او عمران خان د كركټ پخوانو لوبغاړو سنېل ګواسکر او کپل ديو له هم بل??ه وركړې وه خو ھغوي د خپلو مصروفياتو په سوب پاكستان ته راتګ څخه معذرت كړې ٶ۔