اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي)د خارجه چارو وياند ډاكټر محمد فېصل وئېلي دي چې هند دې په پاكس??ان د تورونو لګولو په ځ??ې خپل كور سم كړي٬هند د پاكس??ان په بېلو برخو كښې په ترهه ګرۍ كښې ككړ دې٬ پاكس??ان او افغانس??ان د ټاكل شوي مودې دننه د افغان كډوالو زر تر زره د بېرته تګ په منصوبه كار كوي٬ افغان پلاوې به په دې لړ كښې ډېر زر د مشاورت په غرض د پاكس??ان دوره وكړي٬په غزني كښې د ترهه ګرۍ اوسنو پېښو كښې د ځيني پاكستاني عناصرو ككړ كېدو په اړه د افغان چارواكو تورونه بې بنسټه دې٬په پاك افغان پوله به د كاناټا تار لګولو عمل په دوه كلونو كښې بشپړ شي٬پاكس??ان به د كوم هم هېواد په ضد د يو اړخيزه بندېزونو مخالفت كوي۔د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلو پوښتنو په ځواب كښې وياند په هند زور راوړو چې هغه دې د هرې پېښې ذمه وار آئي اېس آئي ګرځولو په ځ??ې خپل كور سم كړي۔نوي ډېلې بايد د بلوغت څرګندونه كولو سره د تورونو لګولو څخه منع شي۔وياند ووئيل كه سېلاب وي يا كومه بله پیښه آئي اېس آئي ذمه وار ګرځول د هند عادت جوړ شوې۔وياند ووئيل هند پاكس??ان كښې د ترهه ګرۍ پېښو او په داخلي چارو كښې لاس وهن?? كښې ككړ دې٬د كلبهوشن ياديو بلوچس??ان څخه نيول كېدل او د ده اعترافي بيانونه د دې خبرې ښكار?? ثبوت دې۔ده ووئيل حقيقت دا دې چې هند مقبوضه كشمير كښې د روان زور ظلم او زياتي څخه نړيوال پام ګرځولو لپاره د پاكس??ان په ضد بې بنسټه تورونه لګوي۔ وياند په نوي ډېلي زور راوړو چې هغه مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميري اولس روان ظلم زور او زياتې ختم كړي او د يو اېن فيكټ فائينډنګ مشن ته مقبوضه كشمير ته د تللو اجازه وركړي۔د افغانس??ان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكس??ان او افغانس??ان يوه ټاكلې مود?? كښې د افغان كډوالو خپل هېواد ته د بېرته تګ په منصوبه كار كوي۔په دې لړ كښې به يو افغان پلاوې مشاورت له اسلام آباد ته ډېر زر راشي۔ وياند غزني كښې د ترهه ګرۍ پېښ?? كښې د ځينې پاكستاني عناصرو ككړ كېدو پھ اړه د افغان چارواكو تور رد كړې۔ په آسټرېليا كښې په پاكستاني طالبعلم د بريد په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل خارجه دفتر اسلام آباد كښې آسټرېلين هائي كمشنر سره تماس نيولې او په دې پیښه آسټرېليا ته سخت احتجاج هم شوې۔د امريكائي مرستې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ټولې امنيتي مرستې معطل كړی شوي دي او دې سره د پاكس??ان پوځي چارواكو لپاره خصوصي تربيتي پروګرام انټرنېشنل ملټري ايجوكېشن ټريننګ (آئي اېن اي ټي) هم ځپلې شوې