اسلام آباد ۔ 02 اګست (اے پی پ??)د پاکستان اکانومی واچ چیئرمین ??حمد اسلم خان وئيلي دي نړيوال سازشونه عمران خان د پاكستان تق??ير بدلولو څخه نشي منع كولې ۔ د امريكې لخوا په آئي اېم اېف پاكستان ته د قرضې نه وركولو فشار سره خو نه د پاكستان لاره بندېدې شي او نه په سي پېك كومه سمجهوته كېدې شي۔ده وئېلې دي دا ګېم چېنجر منصوبه به په هر صورت پايې ته رسولې شي۔ د امريكې منفي چالونو زيان به امريكې ته پخپله رسي۔ د جاري شوي بيان تر مخه ده ووئيل چېن د پاكستان تر ټولو زيات د ب??ور وړ ملګرې دے كوم چې د سي پېك تر سېوري لاندې د 60 اربه ډالرو سرمايه كاري كوي۔ په تېرو دوه كلونو كښې ئې د 12 اربه ډالرو قرضه هم راكړې ده۔ ده ووئېل د امريكا رضا له چين سره اړيكې ختمېدې نه شي۔ ده ووئيل د پي ټي آ??ي كاميابۍ سره د كاروباري ورورولۍ اميدونه زيات شوي