اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) لنډ مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د سمندري چارو وزارت ته امر كړې چې د ګوادر بندر ځائ د پرمختګ پحقله د ستونزو لرې كولو لپاره جامع تجويزونه دي راوړاندې كړې شي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ وزيراعظم آفس كښې د ??ېر?? ټائم اف??ئرز ٬ ادارو او د خپلواكه ادارو د چارو پحقله د بريفنګ مشرۍ په مهال كړې دې۔ د ??ېر?? ټائم اف??ئرز وفاقي وزير عبدالله حسېن هارون ٬ د ??ېر?? ټائم اف??ئرز ممتاز علي شاه ٬ د وزيراعظم دوهم سېكتر ډاكټر كاظم نياز٬ د پا??ستان نېشنل شپنګ كارپورېشن چيئرمېن رضوان احمد٬ د پورټ قاسم اتهارټۍ دوهم سېكتر اسد رفيق چندنا٬ د ګوادر پورټ اتهارټۍ چيئرمېن دوستین خان جمیدنی او لوړ پورو چارواكو په بريفنګ كښې ګډون وكړو۔ د ??ېر?? ټائم اف??ئرز سېكتر د ??ېر?? ټائم اف??ئرز وزارت٬ د كراچي پورټ ټرسټ ٬ د پا??ستان ډيپ واټر كنټېرنز پورټ ٬ د قاسم پورټ اتهارټۍ ٬ د ګوادر پورټ اتهارټۍ او د خپل وزارت د ماتحتو نورو ادارو د كاركردګۍ پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د كراچۍ پورټ ټرسټ د كاركردګۍ جاج وړاندې كولو په مهال غونډې ته ووئيل شول كے پي ټي د كال 18-2017 په مهال 4341 مېليونه روپۍ ګټلې دې دغسې پورټ قاسم هم په 17-2016- او 18-2017 په مهال 4443 او 5870 مېليونه روپۍ ګټه ??ړې ده ۔ د ګوادر بندر ځائ او ګوادر فری زون ایریا پرمختګ پحقله د بريفنګ په مهال د ??ېر?? ټائم اف??ئرز سېكتر د بندر ځاې پرمختګ لپاره د وړاندې كړو بېلا بېل مراعات رامخې ته كړه۔ سېكتر د برېښنا او د اوبو ترلاسه كېدو پحقله د ځينيو مسئلو هم ذكر وكړو او دا د ګوادر بندر ځائ په تند پرمختګ كښې خنډ دے۔ وزیراعظم د وزارت او د بېلا بېلو ادارو په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم وزارت ته د ګوادر بندر ځائ پرمختګ پحقله د مسئلو هواري او د كبانو د پا??نې وسائلو په تندۍ سره د ضياع مخنيوي لپاره د جامع او كوټلې تجويزونو وړاندې كولو امر وكړو۔