اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی) وزیراعظم شاھد خاقان عباسی د ملتان – سكھر موټروے (اېم 5) په شجاع آباد ا??ټرچېنج د كار كولو په مهال د حق رسېدليو مزدورانو روحونو ته ثواب رسولو له فاتحه خواني وكړه او د حق رسېدليو كسانو كورنيو له ئې د 10 ٬ 10 لكهه او ژوبل شو??و له د 5 ٬ 5 لكهه روپو معاوضې اعلان وكړو۔ د خالي په ورځ شجاع آباد كښې غونډه كښې هغه مهال خاموشي شو?? كله چې وفاقي وزير سید علی شاه سټېج ته راتلو سره وزيراعظم او غونډه كښې ګډون كوؤنكي خبر كړل چې د جمعې په شپه په شجاع آباد ا??ټرچېنج د كار كولو په مهال 5 مزدوران په حق رسېدلي او يو شمېر نور ژوبل شو??۔ حق رسېدليو او ژوبل شو??و لپاره د معاوضې اعلان څخه وروستو وزيراعظم ووئيل په منصوبه كار كوؤنكې كمپني به هم معاوضه ادا كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل دا د ا??سوس وړ پېښه ده كومې چې هر وګړې خفه كړې۔ د پنجاب ګورنر ووئيل غريبو مزدورانو دې موټروے لپاره خپله وينه بهولې او د دوئي قرباني به بې ځايه نه ځي