اسلام آباد 13 مئي (اے پي پ??) د قامي خبر رسنې ادارې اے پي پ?? او قزاخستان قامي خبر رسنې دارې ترمېنځه د خبرونو ٬ معلوماتواو خبري موادو د شئېرنګ په لړ كښې د تفاهم په يادښت لاسليك وشو۔ د تفاهم په يادښت لاسليك د اتوار په ورځ د اے پي پ?? تر سېوري لاندې د آ??ي سي اېن اے د دوه ورځني كنفرنس په وړمبۍ وركړې وشو۔ د اے پي پ?? اېم ډي مسعود ملك او د كازنفارم اېل اېل پي ډي جي عسكر عمروف په تفام لاسليك وكړو۔ په دې موقع د اے پي پ?? اي ډي محمد طاهر حسن او ډائرېكټر نيوز محمد اكر?? ملك هم موجود ٶ۔ د تفاهم يادښت په 13 شقونو مشتمل دې او په ابتدائي توګه به دا درې كاله مودې ل??اره وي او د لاسليك نه پس به په سمدستي توګه نافذ العمل شي ٬ درې كاله پس به هم دومره مودې ل??اره د دې پخپله تحديد وشي تر دې چې يوه ډله د دې د مودې بشپړېدو نه درې مياشتې وړاندې د دې د خاتمې نوټس جاري نه كړي۔ د يادښت له مخې به د دواړو هېوادنوو د اېجنسيو ترمېنځه د كورنۍ او نړيوالې خوښې پحقله د خبرونو او د خبري مواد ( د انټرنېټ٬ اي مېل او پي ټي اېف د لارې) سره سره د خبرونو٬ تبصرو٬ تجزيو٬ عكسونو او ويډيو فوټجز به تبادله كوي او د ضرورت له مخې به يو بل له د لاګ آن او د پاس ورډ آسانۍ هم وركولي شي۔