اسلام آباد 02 مئي(اے پی پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د دې عزم څرګندونه كړې چې ف??ټا اصلاحات به يو مياشت كښې بشپړ كړې شي٬ اېجنسي ډوېلپمنټ فنډ په سمدستي توګه ختم كړې شوې٬ دې كښې دوه رائے نشته چې ف??ټا په ق??مي چوكاټ كښې شاملول ??كار دي٬ ټول ??ارلماني لارښودو سره به مشاورت كښې ټائم فرېم وركولې شي٬ بلدياتي ټاكنې سږ كال د اكتوبر نه وړاندې د كولو پرېكړه شوې ٬ ق??مي او د صوبائي اسمبليو انتخاباتو لپاره ټولو سياسي ګوندونو سره په ګډه د ټائم فرېم پرېكړه كولې شي۔د شورو په ورځ ق??مي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې سره وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل د مخالفې ډلې د مشر مننه كوم ٬ ھغوي زما ملګري دے او زه افسوس لرم چې د ف??ټا اصلاحاتو كمېټۍ او د اېن اېف سي غونډې له امله د مخالفې ډلې د مشر وېنا اورېدو لپاره په وخت رانغلم ٬ د ھغوي د وېنا پاتې برخه به د زيارت په ورځ اورم۔ ده ووئيل دا ضروري ده چې وزيران او غړي دلته موجود وي٬ دا د پائي غونډه ده بايد غړي خپله حاضري باوري كړي۔ وزیراعظم ووئيل زه يوې ضروري مسئلې پلو ستاسو پام راګرځول غواړم اوسني حكومت او پارلمان د دې خبرې عزم لري چې د ف??ټا په اصلاحاتو دې زر تر زره عمل درآمد وكړې شي ٬ په دې لړ كښې په ابتدائي توګه يو بل ق??مي اسمبلۍ او سېنېټ څخه د منظورېدو نه پس عملي كړې شوې چې له مخې ئې د سپريم كورټ او هائي كورټ دائره تر ف??ټا پراخه كړې شوې ده۔ وزيراعظم ووئيل د ف??ټا اصلاحاتو كمېټۍ چې پكښې وزيراعظم٬ سرلښكر ٬ ګورنر٬ د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير او د وفاقي وزيرانو پشمول ??ور شامل دي غونډه شوې ده۔ ده ووئيل د ګل په ورځ ما د قبائيلي سيمو دوره كړې او قبائيلي مشرانو سره مې خبرې هم كړې دي٬ د پرمختګ د عمل مې هم څارنه كړې٬ ده ووئېل د امن او امان صورتحال تسلي بخش دے٬ ځائي خلقو په زرګونو قربانۍ وركړې ٬ زمونږ د وسله والو ځواكونو پشمول ??انون نافذ كوٶنكو ادارو او سوېلين ډېرې قربانۍ وركړې دي۔ وزیراعظم ووئيل ټولو دا غوښته چې ف??ټا په ق??مي چوكاټ كښې شامله كړې شي٬ ده ووئېل نن د كمېټۍ او د اېن اېف سي دغونډې له امله د ق??مي اسمبلۍ غونډې ته په وخت راونه رسېدم۔ وزیراعظم ووئيل دا يو داسې جنګ دې چې پكښې دوه رائے نشته چې ف??ټا په ق??مي چوكاټ كښې شاملول ??كار ده٬ په دې لړ كښې ډېر زيات هوم ورك شوے او ډلو سره مشاورت شوے٬ ده ووئېل دا عمل سرته رسولو لپاره به ټائم فرېم له به ټول ??ارلماني مشران په اعتماد كښې اخستلې شي٬ په دې لړ كښې قاوني ضرورتونه ترسره كول او قانون سازي كول دي يو او په يوه مياشت كښې دا عمل بشپړول دي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ غواړو چې مونږ ټول ??و موټې شو٬ دا د ف??ټا او د پاكستان د اولس ضرورت دے۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل د كمېټۍ په غونډه كښې پرېكړه شوې د اېجنسۍ پرمختيائي فنډ دې په سمدستي توګه ختم كړې شي او ف??ټا به دې څخه خلاصه كړې شي۔ ده ووئيل بلدياتي ټاكنې د سږ كال د اكتوبر نه وړاندې د كولو پرېكړه شوې دغسې چې ځائي اولس ته د حق اختيار ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئېل د ق??مي او صوبائي اسمبليو د ټاكنو پحقله به ټولو سياسي ګوندونو سره په ګډه د ټائم فرېم پرېكړه كولې شي٬ مونږ هڅه كوٶ چې دا عمل زر تر زره ترسره كړې شي او په دې كښې هېڅ ډول سياسي محاذ آرائي او ابهام نه وي او په ګډه دا پرېكړه وكړې شي