اسلام آباد23 مارچ (اے پی پی)د ??زا??ې دوهم وزير رانا محمد افضل وئېلي دي چې چوهدري نثار د هېواد يو تجربه كار سياستمدار دې٬د هغه د پاكستان مسلم ليګ(ن)سره د اوږدې مودې ت??ون لري۔د جمعې پھ ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې چوهدري نثار په موجوده سياسي صورتحال كښې بېل تصورات لري او هغه د خپل ګوند امېج ته د زيان رسولو سوچ هم نه لري۔د هېواد په معيشت كښې په ناڅاپي بدلونونو تبصره كولو سره ده ووئيل چې محمد ن??از شريف د نااهل كېدو پريكړې نه وروستو پاكستان په سياسي او اقتصادي محاذ بحران سره مخ شوې۔ده ووئيل چې محمد ن??از شريف د عدالت عظمٰی پريكړې نه وروستو په سمدستي توګه د وزارت عظمٰی كرسۍ پرېښودلې ځكه چې زمونږ ګوند د عدالتونو احترام كونكې ګوند دې۔د پ??وا??ي ??زا??ې وفاقي وزير محمد اسحاق ډار د پوزېشن دفاع كولو سره ده ووئيل چې اسحاق ډار د مينځنۍ آسيا رياستونو كنفرنس كښې د ګډون نه وروستو دبئي ته لاړو او بيا د خپل علاج لپاره هغه د دبئ نه لندن ته لاړو۔