اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي)د سېنېټ غړو وئېلي دي چې معاشي پرمختګ له به د ټېكس وصولۍ كښې اضافه كول وي٬د ټېكس پھ وخت وركو??و سره د هېواد معيشت قوي كېږي۔د جمعې په ورځ د سېنېت په غونډه كښې د سناتور اعظم سواتي په تحريك التوا بحث كښې برخه اخست??و سره سناتور عثمان كاكړ ووئيل چې غريب وګړي ټېكس وركوي او لويې صنعت كار او سوداګر ټېكس غلا كوي۔د نجي څانګې په ??اې سركاري څانګه قوي كولو ته اړتيا ده۔سناتور عب??القيوم ووئيل د ټېكس وركول يو قامي فريضه ده۔بند صنعتي يونټو چلولو ته اړتيا ده۔بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيان په هېواد كښې د سرمايه كارۍ كولو خوښي لري۔دې سره به ترسيلات زر زيات شي۔سناتور تاج حېدر ??وئيل د هېواد معاشي مسئلې د معاشي پالېسو نتيجه وي۔بهر هېوادونو ته افرادي قوت لېږ??و سره زرمبادله ترلاسه كول د مسئلو حل نه دې بلكې د هېواد پیداوار او صنعت كارۍ زياتولو ته اړتيا ده