اسلام آباد 28 ستمبر(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن میا رضارباني اوسنې دور د پارلماني سفارتكارۍ دور ګرځولو سره وئيلي دې د مسائلو هواري له د قامونو ترمېنځه ښو اړيكو ته د پارلماني سفارتكارۍ د لارې وده وركړې كېدې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني د دې خيالاتو څرګندونه د ب??رېن د پارلماني پلاوي مشر او د شورٰې كونسل چيئرمېن علی بن الصالح سره وكړې۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل بحرېن او پاكستان د ملګرتيا اړيكې لري كومو ته چې په تجارتي او اقتصادي كچه پراختيا وركولو له زيات ګنجائش شته۔ خپلو خبرو كښې ميا رضا رباني ووئيل هندے سركار په جنګي جنون كښې نه يوازې د نړيوالو لوظ??ام?? او مقبوضه كشمير كښې د ب??ري حقونو په خلاف ورزيو كښې ككړ دے بلكې د كشميري اولس د حقو??و لپاره روانې هڅې قلارولو لپاره ظلمونه هم كوي۔ په دې موقع د سېنېټ دوهم چيئرمېن مولانا عبدالغفور حېدري، راجه محمد ظفرالحق، سېنېټ كښې د پاكستان بحرېن دوستۍ ډلې مشر حافظ حمداللہ ، سناتوران ډاکټر جهانزېب جمالدیني ، اعظم خان سواتي، محمد طلحه محمود، مشاهد حسین سید او ستارہ ایاز موجود وه۔ د ب??رېن پارلماني پلاوي د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني په خاص بلنه د پاكستان په دوره راغلې ۔ په دې موقع د سينېټ چیئرمېن ته د ب??رېن دورې بلنه هم وركړې شوې۔ د ب??رېن پلاوي پارلمان ته په رارسېدو د جمهوريت يادګار ته لاړو او د ګلونو څا??ر ئې پرې خپور كړو٬ پلاوي د دستور كوڅې څا??نه هم وكړه او د سېنېټ نوې جوړ كتابتون ته هم لاړل۔ پلاوي په دې موقع د كتابتون په اړه د شريكې مرستې او د يو بل د تجربو څخه د استادې كولو خوښي هم څرګنده كړې شوه