پېنډې 23 اګست (اے پي پي) د زمكي پوځ مشر جنرال قم?? جاوېد ??اج??ه وئيلي دي چې د امريكې څخه كومه مادي يا مالي مرسته نه بلكې د باور٬ تفاهم او د خپلو خدماتو اعتراف غواړو٬ د كوم بل هېواد پشان مونږ لپاره هم په افغانستان كښې امن اهميت لري٬ په دې لړ كښې به مونږ د خپلو قومي ګټو او د قومي پالېسې له مخې په غوره ډول خپل كرد??ر ترسره كوو۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په پاكستان كښې د امريكې سفير ډېوډ هيل س??ه د ملاقات په مهال وكړې۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې په پاكستان كښې د امريكې سفير ډېوډ هيل په ملاقات كښې سرلښكر ته د امريكې د ن??ې پالېسې په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د امريكې سفير ډېوډ هيل ووئيل چې د ترهګرې په ضد د پاكستان كرد??ر ته امريكا د قدر په سترګه ګوري۔ د افغانستان مسئلې حل لپاره د پاكستان مرسته پكار ده۔ د زمكي پوځ مشر جنرال قم?? جاوېد ??اج??ه ووئيل چې د كوم بل هېواد پشان مونږ لپاره هم په افغانستان كښې امن اهميت لري۔ دې مقصد لپاره لپاره مونږ ډېر څه كړي دي او مونږ د چا خوشحالولو لپاره نه بلكې د خپلو قومي ګټو او د خپلې قومي پالېسې له مخې به په غوره ډول خپل دا كرد??ر ترسره كوو۔ ده ووئيل چې د امريكې څخه كومه مادي يا مالي مرسته نه بلكې د باور٬ تفاهم او د خپلو خدماتو اعتراف غواړو۔ سرلښكر ووئيل چې په افغانستان كښې پخوانې جنګ منطقي انجام ته رسولو لپاره د ټولو ډلو ترمېنځه شريك كار او همغږي د كاميابې كنجي ده