اسلام آباد 12 دسمبر (اے پی پ??) د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د نهې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې د انرژۍ لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د توان وزير سردار اوېس احمد خان لغاري، د پټروليم دوهم وزير جام کمال خان، د اړوند ډويژونو سېكترانو ٬ اېم ډي ??ي اېس او او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې شوګر انډسټرۍ سره د برېښنا د مخلوط پېداوار او د تجديد جوګه پاليسيو 2006 پشمول په بېلا ب??لو پاليسو غور وكړې شو٬ غونډه كښې د برېښنا د بېلا ب??لو پرمختيائي منصوبو جاج واخستلې شو٬ د لمر توان او پن برېښنا منصوبو پشمول هېواد كښې بېلو ذريعو سره د توان ترلاسه كول متنوع جوړولې شي۔ غونډه كښې د برېښنا ټې??ف پحقله د مسئلو هواري لپاره د پاليسي فرېم ورك مناسب بدلون معرفي كولو پرېكړه هم وشوه۔ د برېښنا وزير به د غونډې په م??ال د شوو پرېكړو پحقله (نن) د شورو په ورځ خبرې كنفرنس ته وېنا كوي