اسلام آباد 07 نومبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د وخت نه وړاندې د ټاكنو غوښتنه مناسب نه ده٬د ځينو ګوندونو لخوا ټاكنې متنازع جوړولو سره په دې كښې د خنډانو ودرولو هڅې كولې شي۔ د وخت نه وړاندې د اسمبلۍ ختمولو خبرې هغه خلك كوي چا چې څلور كاله د دروغ وئېلو او ادارو پورې د خندا نه غېر بل څه نه دي كړی٬ عمران خان په ج??سونو كښې د كنځلو او بدتميزۍ پاور شو كوي او بيا ادارې او عدالتونه متنازع جوړوي٬د ده په ضد كومه كاروائي ولې كو??ې نه شي٬ده تېره ورځ په ج??سه كښې وئېلي چې په كال 2013 كښې يو برېګېډئير په پنجاب كښې په(ن) ليګ ټاكنې ګټلې دي كوم كسان چې ادارې متنازع جوړوي پھ دوي څوك نوټس و??ې نه اخلي٬پاك پوځ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كوي او زمونږ په پولو جنګېږي٬جے آئي ټي ټو??ې نړۍ څخه د ثبوتونو صندوق يوځاې كړې وو ولې دوه ځله د اعلٰی وزير جوړیدو او درې واړې د وزيراعظم جوړیدو څخه هم په ده د كرپشن څه ثابت نه شو٬ او پريكړه په اقامه واورولې شوه٬ دا تاثر وركولې شو چې د سپريم كورټ٬جے آئي ټي او نېب څخه د تېښتې لاره خپلولې شي و??ې نواز شريف د خپلې لور او زوم سره عدالت ته وړاندې شو٬د مسلم ليګ(ن)ادارو سره د ټكر تاثر سم نه دې٬مسلم ليګ(ن)يو دريځ دې۔دې دا خبره د نهې په ورځ د احتساب عدالت څخه بهر مېډيا او نجي ټي وي سره وكړه۔دې ووئيل پخوانې وزيراعظم د خپلې لور مريم نواز او زوم كېپټن صفدر سره عدالت ته وړاندې شو۔دې ووئيل د مسلم ليګ(ن)څلور ??لن?? كاركردګي د ټولو وړاندې ده٬په 2013 كښې چې د هېواد څه حالات وو نواز شريف د هېواد ټاكلې وزيراعظم و او هغه د هېواد پرمختګ له كار كولو ولې په آخري كال كښې په اقامه كور ته ولېږلې شو۔په كيس كښې اوس هم ثبوتونه لټولې شي۔دې ووئيل د مسلم ليګ(ن)ادارو سره د ټكر تاثر سم نه دې۔د خزانې وزير اسحاق ډار په اړه د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د خزانې وزير په خپلو پېشو كښې خپل وكيل سره پخپله وړاندې كېږي٬د ده طبعيت خراب دې٬ده پھ نېب مېډيكل كښې خپل راپور هم وړاندې كړې۔د خزانې وزارت انتظامي چارو په اړه د يوې پوښتنې پھ ځواب دې ووئيل و??ارت ته اسحاق ډار ګوري او د خزانې وزارت پھ فرائضو كښې تر دې دمه هېڅ فرق راغ??ې نه دې۔دې د عمران خان په ج??سو كښې د ادارو په اړه د شوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل اوس به اېن آر او د اولس كېږي او عمران خان له به حساب وركول وي