بیجنګ/اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د چين خارجه وز??ر وانګ يي د پاكستان د پائيدار او مضبوط م??اتړ د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې پاکستان سره ازمائيل شويو او د اوږدې مودې ستراتېژيكي اړيكو او دوستۍ ته به وده وركولې شي۔ د چين ورځپاڼې پيپلز ډېلي راپور له مخې د چین خارجه وز??ر دا خبره د چين په دوره راغلې د پاكستان خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه سره په ملاقات كښې كړې۔ د چين خارجه وز??ر د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د هلو ځلو او د لويو قربانيو ستائنه كولو سره وئيلي دي چې نړيوالې ورورولۍ له د پاكستان د هڅو اعتراف كول پكار دي۔ د ملاقات په مهال د پاك چين اړيكو د ټولو اړخونو٬ د سيمه ايزو او نړيوالو چارو سره سره د مقبوضه كشمير په وضعه هم تفصيلي خبرې وشوې۔ د پاكستان خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه د پاك چين د دوستۍ اهميت رامخې ته ??ولو سره ووئيل چې پاكستان د چين د ټولو چارو او بينادي ګټو بشپړه ملاتړ كوي۔ دې ووئيل د هېواد د 70مې آزادۍ ورځ په موقغ د چين دوهم وز??راعظم وانګ ينګ د پاكستان دورې سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه ازمائيل شوې دوستي لا قوي شوې ده۔ د ملاقات په مهال دواړو مشران په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره مشاورتي عمل او د پاكستان ٬ افغانستان او چين په خارجه وز??رانو مشتمل د درې اړخيز غونډې اهميت له سلا شول